تازه خبرونه

په افغانستان کې د امن او عامه نظم سل کسیزه ښځینه قطعه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۱, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت له واکمنېدو او د منظم امنیتي ځواک د رامنځته کولو له هڅو یو کال وروسته، د کورنیو چارو وزارت د امن او عامه نظم د سل کسیزې ښځینه قطعې له جوړولو خبر ورکړ.

دغو میرمنو ويلي، چې د زدکړو پر مهال يې ځينې ځانګړي مهارتونه زدکړي، چې په ټولنه کې د نظم رامنځته کولو لپاره به یې عملي کړي.

پولیسه زهره وایي: له هغو کسانو څخه، چې پخوا پولیس ول او اوس نشته داده غواړم؛ باید ټول راشي او د خپلو خلکو او هېواد خدمت وکړي او پر وړاندې به یې هیڅ ډول ګواښ او فشار هم نشته.

خدیجه نومې پولیسه وایي: مونږ ډېر څه زده کري او کولی شو له ځان دفاع وکړو. دغه راز د دندې پرمهال هم کولی شو له خپلو زدکړو بریالۍ استفاده وکړو.

یو شمېر پوځي کارپوهان د امنیتي بنسټونو په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت په چوکات کې د ښځینه پولیسو شتون یوه جدي اړتیا ګڼي او زیاتوي، په دغه وزارت کې داسې دندې هم شته، چې نرینه یې نشي ترسره کولی؛ نو له همدې کبله باید ښځو ته هم ونډه ورکړ شي.

خلک د یو کال په موده کې د درې امنیتي بنسټونو په چوکاټ کې د نظم رامنځته کېدل او د امنیتي ځواکونو تنظیم یوه لاسته راوړنه ګڼي او وايي، هر څومره، چې امنیتي بنسټونه په قانون برابر او منظم شي؛ په همغه اندازه به د هېواد امنیت ټینګتیا ولري.

Trending

Exit mobile version