تازه خبرونه
په افغانستان کې د بارانونو او طبيعي پېښو له کبله ۲۲۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: وری ۱۷, ۱۴۰۲)
په هېواد کې له تېرو دوه اوونيو راپدیخوا د سختو بارانونو او طبيعي پېښو له کبله ٢١ کسان مړه او ٢٠٣ نور ټپيان شوي دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او طبیعي پېښو له کبله زرګونه څاروي له منځه تللي او شاوخوا ۳۰ زره جریبه ځمکه ویجاړه شوې ده.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ويلي، یاده مرګ و ژوبله د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د زلزلې، سختو بارانونو، سېلابونو او ږلۍ له کبله ثبت شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د استوګنې ٢٦٢٥ کورونه بشپړ يا څه نا څه ويجاړ شوي دي.
په دې وروستیو کې د اورښتونو له کبله د غور- کابل لویه لار هم تړل شوې او اوسیدونکي له حکومته غواړي، چې د لویې لارې خلاصولو ته پوره پاملرنه وکړي.