تازه خبرونه

په افغانستان کې د بحران زیاتیدو، د خواړو خوندیتوب له خطر سره مخ کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۵, ۱۳۹۹)

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۵) ویلي، چې ۱۳ میلیون افغانان د خوړو خوندیتوب نلري، چې اته میلیون ترې د لوږې له ستونزو سره مخ دي.

دانش د افغانستان د خوړو د خوندیتوب او تغذیې اجنډا (AFSANA) د درېیمې کلیزې په نمانځغونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې د دې خلکو ډېري په کلیوالي سیمو کې اوسیږي.

دانش زیاته کړې، ملي بودیجه باید د غربت کمولو او لوږې د له منځه وړلو پر بنسټ جوړه او تصویب شي.

دانش دا هم ویلي، چې د حکومت ټولې کلیدي پالیسۍ باید د غربت کمولو او لوږې له منځه وړو پربنسټ وي.

هغه ویل، چې په هېواد کې جګړه، غربت، بې عدالتي، د اوبو نشتوالی، د چاپېریال زیانمنیدل او لوږه د خوراکي توکو د خوندیتوب د ستونزو نور علتونه دي.

د کرنې سرپرست وزیر انورالحق احدي هم ویلي، چې د افغانانو لپاره د کافي خوراکي توکو برابرول د دوی بنسټیزه موخه ده.

احدي زیاته کړې؛ هڅې روانې دي، چې د خوړو په اړه ځان بسياینه رامنځته شي.

دغه راز په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام چارواکو پدې ناسته کې ویلي، چې دوی د خواړو د خوندیتوب د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د لوږې د له منځه وړلو لپاره له ملګرو سره کار کولو ته ژمن دي.

د خواړو نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۱۴ کال کې کله، چې اشرف غني په افغانستان کې ولسمشر شو ۳۸ سلنه وګړيو د فقر تر کرښې لاندې ژوند کاوه. دا شمېره په ۲۰۱۷ کې ۵۵ سلنې ته لوړه شوې او د دې کال په جولای کې غني ویلي، چې ۹۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

لکه څنګه، چې ښکاري د خواړو نړیوال امنیت او خوندیتوب وضعیت مخ پر ځوړ روان دی او بشري اړتیاوې مخ پر ډېرېدو دي. بشردوستانه ادارې هڅې کوي، چې خورا ډېرو زیانمنو وګړیو ته د خوړو مرستې چمتو کړي.

د لوږې زیاتېدل پدې معنی دي، چې ډبلیو اف پي به سږکال کې ۴.۹ میلیارد اضافي دالرو ته اړتیا ولري.

Trending

Exit mobile version