تازه خبرونه

په افغانستان کې د بشري حقونو کمیسیون پر ځاني زیانونو خپله اندېښنه په ډاګه کړه

Published

on

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، چې له څو وروستیو ورځو راپدیخوا په کابل، کندهار، خوست او کاپیسا ولایتونو کې د نښلیدونکیو ماینونو او وسلوالو بریدونو او چاودنو له نهه ملکي وګړیو ژوند اخیستی او ۱۷ نور ټپیان دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون لومړنۍ موندنې ښيي، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي له ۲ تر۶ نېټې پورې په خوست، کاپیسا، کندهار او کابل کې، د ځای پر ځای شويو او نښلیدونکیو ماينونو د چاودنو او وسلوالو بريدونو په ۹ بېلابېلو پېښو کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

کمیسیون ویلي، چې د مدني ټولنې فعالانو او دیني عالمانو دغه بریدونه په کلکه غندلي دي.

دوی څرګنده کړې، چې د دې بریدونو او چاودنو عاملین به په هرځای کې مسوول وي.

د بشري حقونو کمیسیون له حکومت غوښتي، چې د خلکو امنیت دې ډاډمن کړي.

کميسيون له حکومته د خلکو د حقونو او امنيت د تأمین له پرله پسې غوښتنو سره، سره بيا هم له ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او ديني عالمانو غوښتي، چې د افغانانو د بشري حقونو د ملاتړ لپاره له خپلو امکاناتو او نفوذه کارواخلي او د تاوتريخوالي پای ته رسولو لپاره پر ښکېلو غاړیو فشار راوړي.

په دې وروستیو کې هېواد وال له ډېر تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. په ځانګړي توګه په هدفي وژنو کې؛ خو هیچا یې مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version