تازه خبرونه

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو کارمندانو هم د پناه غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۴۰۰)

د بې پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې یو شمېر ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي نن (دوشنبه د وږي ۸ ) په کابل کې د دغې ټولنې د دفتر مخې ته راټول شوي او له دې نړیوالې ټولنې غواړي، چې لاسنیوی یې وکړي.

دا کارمندان وايي، چې دوی له څو کلونو راپدیخوا له بهرنیو بنسټونو سره کار کړی او اوس په بې برخلیک حالت کې پاتې دي.

دوی ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه هغه څوک، چې د بې پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې  چارواکي دي؛ باید د دوی لاسنیوی ته راودانکي او د روغتیایي چوپړ د چمتو کولو دا ډله هیره نکړي.

په کابل کې د دې بنسټ ډاکټر میرویس حیدري ویلي: مونږ څو کلونه له بهرنیانو سره کار کړی او روغتیایي پروژې مو پلې کړي؛ ناروغانو او ټپیانو ته مو پاملرنه کړې ده. اوس، چې مونږ په بې برخلیک حالت کې پاتې یو؛ د ام اس اف یا د بې پولې ډاکټرانو او نړیوالې ټولنې غواړو، چې له افغانستان څخه زمونږ د لیږد او وتلو په اړه مټې رابډوهي.

د دې ټولنې بل ډاکټر محمد ظاهر طاهر ویلي: له رامنځته ښویو بدلونونو سره زمونږ کاري پروژې وتړل شوې او مونږ بې برخلیکه پاتې یو. مونږ غواړو دغو ډاکټرانو او روغتیایي کارمندانو ته، چې له بهرنیانو سره یې کار کړی؛ د کډوالۍ، لېږد او وتلو زمینه برابره کړي.

د بې پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې ډاکټران او روغتیایی کارکونکي ټینګار کوي، چې دا اداره باید په افغانستان کې د دوی تر سره شوې دندې له پامه ونه غورزوي او د غوښتنو ته یې پوره پام راواړول شي.

ډاکټره زهرا غلامي وایي: مونږ د روغتیایي چوپړ په برخه کې د بهرنیانو لپاره ډېر کار کړی دی او دا هغه ورځ ده، چې زموږ غوښتنه باید ومنل شي او مونږ له افغانستان څخه وباسي.

قابله ظریفه کریمي ویلي: مونږ د روغتیا په سکتور کې له بهرنیانو سره کار کړی او اوس مونږ بې  برخلیکه یو؛ پروژه تړل شوې او زمونږ کار او هڅې باید له پامه ونه غورزول شي او مونږ له نړۍ غواړو، چې له افغانستان څخه زمونږ د لیږد لپاره هڅې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د یو شمېر هېوادونو چارواکو ویلي وه، چې خپلو افغان همکارانو ته د لېږد او پناه زمینه برابروي.

Trending

Exit mobile version