تازه خبرونه

په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نده – پمپیو

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۵, ۱۳۹۹)

د امریک بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جمعې پر ورځ( د لیندۍ ۱۴) ویلي، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی بې ساري کچې ته رسیدلی او واشنګتن له دواړو خواوو غوښتي، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او حکومتي پلاویو د دوحې د خپلمنځي خبرو پر کړنلاره هوکړه کړې ده.

پومپیو څرګنده کړې، چې هغه په ​​دوحه کې د حکومت او طالبانو د خبرو اترو له پلاویو سره په وروستۍ ناسته کې له دواړو لوریو غوښتي، چې وینه تویول باید راکم شي.

هغه په دې اړه زیاته کړې؛ ما دوی ته ویلي؛ په داسې حال کې، چې خبرې روانې دي، د تاوتریخوالي لوړه کچه نوره د کار وړ نده.

پومپیو زیاته کړې: مونږ له دوی غوښتي، چې په دې اړه شاتګ وکړي او اورکم ومني.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې دواړه خواوې باید د هراړخیز اوربند په ګډون پرمهمو مسلو بحث او خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version