تازه خبرونه
په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یو یاد مشر مفتي خالد وژل شوی
(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۰)
پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې مفتي خالد د تحریک طالبان پاکستان یو یاد مشر د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی دی.
ډان نیوز په ډاګه کړې، چې د افغانستان په کونړ ولایت کې د سفر پرمهال د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.
خالد په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستان پر یو ټاکنیز کمپاین د برید یو مفکر و.
د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې، خالد د پاکستان د پېښور پر پوځي ښوونځي او باچا خان پوهنتون د برید پلان جوړوونکی هم و.
هغه د تحریک طالبان پاکستان له مشر ملا فضل الله سره نږدې اړیکې درلودې.