Opinion
په افغانستان کې د “جنګي جرمونو” قربانیان عدالت غواړي
د بشري حقونو د څار ټولنې د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه پورې یوازې یو اسټرالیایي سرتېری د دې جرمونو په تړاو تورن شوی دی.
د بشري حقونو د څار ټولنې اعلان کړی؛ هغه افغان کورنۍ، چې د کورنۍ غړي یې بې ګناه د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې د بریټانوي او اسټرالیایي ځواکونو لخوا وژل شوي اوس هم د عدالت پر تمه دي.
دې ټولنې پر دواړو هېوادونو نیوکه کړې او څرګندوي، چې د دې “جنګي جرمونو” په ارزولو او څېړلو کې د قربانیانو کورنیو ته د عدالت په رامنځته کولو کې ځنډ راغلی دی.
د بشري حقونو د څار ټولنې د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه پورې یوازې یو اسټرالیایي سرتېری د دې جرمونو په تړاو تورن شوی دی.
دې ټولنې د آسټرالیا حکومت لخوا په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ثبت او مستند کولو لپاره اوبپاڼه جوړه کړې او د بریټانیا لخوا د خپلواکې څېړنې له پیله یې ستاینه کړې ده؛ خو دا کړنې یې بشپړې ندې ګنلي.
د آسټرالیا د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې اوبپاڼې له جوړولو سره یې قربانیانو ته فرصت ورکړی، چې خپل شکایتونه ثبت او پر فارسي او پښتو ژبو د غرامت غوښتنه وکړي.
د بشري حقونو د څار ټولنې د آسټرالیا دا اقدام “مثبت او د ستاینې وړ” وباله؛ خو وایي، چې دا د حکومتي پلټنې د پایلو له خپرېدو پېنځه کاله وروسته تر سره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “دا [د حکومت پلټنې] د احتمالي جرمونو پراخه لړۍ د جنګي بندیانو او ملکي وګړو لنډمهاله اعدامونه ” څرګنده وي. په هرصورت یوازې یو سرتېری د دې جرمونو لپاره تورن شوی دی.”
د بشري حقونو ټولنې دا هم ویلي، چې ملګري ملتونه اوس هم د غرامت په اړه د آسټرالیا له چلنده اندېښمن دي. د ملګرو ملتونو ځانګړي ماموریت د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د اسټرالیا د غرامت ورکولو چلند “د پوځ په اختیار کې د خیرات یوه بڼه ګڼل شوې نه د نړیوال قانون له مخې د قربانیانو لپاره قانوني حق .”
د بشري حقونو د څار ټولنې ټینګار کړی : “د آسټرالیا حکومت باید ډاډ ترلاسه کړي، چې افغانان د دې اوبپاڼې له شتون او د شکایت ثبتولو څرنګوالي څخه خبر دي.”
دغه راز د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي، چې بریټانیا د یو مسوول هېواد په توګه “ډېر ورو پرمختګ” کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه څېړنې له څو کلونو راپدېخوا روانې دي.
