تازه خبرونه
په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي وم – سکاټ مېلر
مېلر له« اېبيسي نیوز» سره په مرکه کې ویلي؛ پوهېدو، چې د امریکايي ځواکونو وتل ښايي له ډېرو ستونزو سره مل وي؛ خو د کابل سقوط او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو څرنګوالي هغه ډېر خواشینی او غصه کړی و.
د امریکا متقاعد جنرال او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پخوانی قومندان آسټین سکاټ مېلر وايي، په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي و.
مېلر له« اېبيسي نیوز» سره په مرکه کې ویلي؛ پوهېدو، چې د امریکايي ځواکونو وتل ښايي له ډېرو ستونزو سره مل وي؛ خو د کابل سقوط او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو څرنګوالي هغه ډېر خواشینی او غصه کړی و.
هغه ویلي:« زه په افغانستان کې د کار د پای ته رسېدا له څرنګوالي ډېر ناراضي وم. پوهیدم، چې ښايي داسې څه پېښ شي؛ خو بیا هم غصه وم.»
مېلر وایي؛ له افغانستان څخه د وتلو یوه له تر ټولو سختو برخو څخه له خپلو افغان ملګرو او همکارانو سره مخه ښه وه؛ هغه کسان، چې ځینې یې له ۱۰ څخه تر ۱۵ کلونو پورې پېژندل.
هغه وویل:« دا ډېر ناخوښ کار و. باید هغوی ته مې ویلي وای، چې زه ځم او زمونږ ځواکونه هم له افغانستان څخه وځي.»
مېلر زیاته کړې، که څه هم هغه یوه سرتېري ته ورته یوازې د امریکا د حکومت سیاست پلي کاوه؛ خو د خپلو افغان ملګرو غبرګون لیدل ورته ډېر سخت ول.
هغه ویلي:« د هغوی له نظره داسې احساس مې کاوه لکه ما، چې ورسره خیانت کړی وي.»
مېلر څرګنده کړې، د کابل له سقوط وروسته د کابل هوايي ډګر د ګډوډ وضعیت لیدل ورته هم ډېر سخت ول.
هغه وایي:« داسې احساس مې کاوه، چې له لاسه مې هېڅ هم نهکېږي. که په یوه الوتکه کې سپرېدلی شم، افغانستان ته به تللی وم، چې مرسته وکړم.»
هغه د کابل په هوايي ډګر کې د هغې چاودنې په اړه هم خبرې کړي، چې په پایله کې یې یو شمېر امریکايي سرتېري او افغان ملکي وګړي ووژل شول.
مېلر ویلي:« هغه برید نږدې له پښو وغورځولم. ډېر سخت ګوزار و.»
مېلر زیاته کړې، د کابل هوايي ډګر ګډوډوونکو انځورونو د ۲۰۰۱ز.کال د سپټمبر د یوولسمې بریدونه ورپه یاد کړل.
هغه ویلي، د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو پر مهال یې داسې کسان لیدلي وه، چې د نړیوال سوداګریز مرکز له ودانۍ څخه له اور څخه د تېښتې لپاره یې لاندې ټوپ کاوه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، هغه انځورونه هم ډېر ټکان ورکوونکي وه، چې افغانانو د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکايي الوتکو د وتلو پر مهال هڅه کوله ځانونه الوتکو ته ورسوي.
مېلر وایي:« دا صحنې د ډېرو خلکو لپاره دردناکې وې؛ ځکه مونږ پوهېدو، چې دا جګړه څنګه پیل شوې وه او اوس مو د هغې د پای څرنګوالی لیده.»
مېلر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې څه شی په بل ډول ترسره کېدی شو؛ وویل؛ په افغانستان کې شته ګواښونه په کافي اندازه جدي نه ول نیول شوي.
هغه ویلي؛ امریکا کولی شول مخکې له دې، چې وضعیت خراب شي، د هغو کسانو یوه برخه بل هېواد ته ولېږدوي، چې ټاکل شوې وه له افغانستان څخه وایستل شي.