تازه خبرونه

په افغانستان کې د جګړې قربانیان افغانان دی- د بښنې نړیواله ټولنه

Published

on

د بښنې نړیواله سازمان د روان کال اکتوبر میاشت د افغانستان خلکو ته خونړۍ میاشت یاده کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په دوحه کې د سولې خبرو له دوام سره جوخت هره ورځ ګڼشمېر ملکي وګړي د افغانستان د روانې جګړې په  تاوتریخوالي کې وژل کیږي.

د سویلي آسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان د څېړونکي زمانن سلطاني د څرګندونو له مخې؛ اکتوبر میاشت د افغانستان خلکو ته د کال خونړۍ میاشت وه، چې په کې ۱۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۷۵ نور ژوبل دي. زیاتره دا ځاني زیانونه په هلمند، غور، فاریاب، بدخشان او میدان وردګ ولایتونو کې اوښتي دي.

دغه راز نهه عام وګړي په غزني کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله وژل شوي او درې ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې۸۴۰ طالبان وژل شوي او ۳۸۵ ژوبل او ۴۰ نیول شوي دي.

کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د افغان ځواکونو د ځاني زیان په اړه څه ندي ویلي؛ خو په تېرو څو ورځو کې د طالبانو په بېلابېلو بریدونو کې نوي افغان ځواکونه وژل شوي دي.

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ له پنځوس ډېر امنیتي سرتېري په تخار، ۲۴ په نیمروز، څلور په کمال خان بند او پېنځه په کندوز کې وژل شوي دي.

دغه راز د جګړې د قربانیانو کورنۍ په هېواد کې د جګړې د درېدو غوښتنه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو بنسټونو د جګړې له ښکېلو خواوو په روانه جګړه کې د تاوتریخوالی د کمولو او د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version