Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی- نی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-10-31-09h35m11s243

له آزادو رسنیو ملاتړ ادارې(نی)د راپورله مخې؛په افغانستان کې لهخبریالانو سره تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی دی.

 د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی)مسوولینو د یکشنبې په ورځ له خبریالانو سره د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو دنړیوالېورځپه ناسته کېوویل،چې له خبریالانو سره روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.

د دغې ادارې ريیس صدیق الله توحیديوايي؛دا لومړی ځل دی،چې د څلور ولایتونو خبریالانو ته په ډله ییزه توګه ګواښ کیږي.

د نی ادارې د شمېرله مخې؛په روان کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي، ۳۷۷پېښې،چې دیارلس یې د قتل دي، رامنځته شوې دي.

دوی زیاتوي،چې په تېرو دوهمیاشتو کې ۹۶خبریالان په کندز، ۷۵په هلمند، ۱۰۸په فراه او دیارلس په روزګان کې یا په لنډ مهاله توګه بېځایه شوي او یا یې هم  دندې له لاسه ورکړي دي.

توحیدي وايي،چې حکومت هم لهخبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې بابیزه ګڼي.

د دغې ادارې مسوولین وايي،چې د روان کال په لس میاشتو کې له خبریالانو سره شوی تاوتریخوالي د تېرو اتهکلونو له تاوتریخوالي سره برابر دی.

په روان کال کې دیارلس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او دا دی د هشت صبح ورځپاڼې انټرنټ پاڼه تازههک شوې ده.

که څه هم د ملي امنیت شورا له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغوی د خوندیتوب مقرره منلې او ولسمشرۍ ماڼۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د پلي کیدو په اړه ځانګړی فرمان صادر کړی؛خو په عمل کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوېدي.

د نی ادارې مسولینو په وینا، سخت دریځي، یو شمېر حکومتي چارواکي، ولایتي مسوولین، خصوصي سکتورونهاو لاریون کوونکي له خبریالانو سره په تاوتریخوالي کې ښکېل بنسټونه دي.

Advertisement

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۵, ۱۴۰۳)

ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان او پېنځه نورو هېوادونو د رايې ورکولو حق لنډمهالی ځنډولی دی.

دې ټولنې په اوبپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان دې ټولنې ته د کلني غړیتوب حق‌العضویت له پامه غورځولی دی.

دا خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم تائید کړی دی.

دې ټولنې دا هم ویلي، چې د دې ټولنې د منشور د ۱۹ مادې له مخې: هر هغه غړي هېواد، چې د دوه کلونو یا له دې د ډېر وخت لپاره د غړیتوب حق‌العضویت سپارلی نه‌وي؛ د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې کیږي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره د غړیتوب حق‌العویت ندی ورکړې له همدې کبله د دې ټولنې پوروړی دی.

د ملګرو ملتونو د غړیتوب کلنی حق العضویت دوه میلیون ډالره دی.

د راپورونو له مخې؛ له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب کلنی حق‌العضویت د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرې کاوه.

د ملګرو ملتونو په اوبپاڼه کې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ افغانستان، اکواډور، کومورس، وینزویلا، سومالیا او ساو تومه هغه هېوادونه دي، چې له دوه کلونو پر تېرېدو یې هم د غړیتوب حق‌العضویت ندی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ټولنې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د افغانستان د لنډمهالي حکومت یا اسلامي امارت د نومول شوي استازي سهیل شاهین له منلو ډډه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان سیلاب ځپلیو ته مو د مرستو چمتووالی نیولی – ټوماس ویسټ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ د افغانستان په بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستيو سيلابونو پر اوښتو زيانونو خپله خواشيني څرګنده  کړې ده.

ټوماس ویسټ د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه ) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا متحدین په افغانستان کې د سېلاب ځپلیو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې رسوي.

دغه راز د افغانستان لپاره په قطر کې د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر هم ویلي: امریکا سیلاب ځپلیو ته د بېړنیو مرستو د جلبولو، د خپلو همکارانو له لارې د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو د برابرولو لپاره له نورو سره یوځای کیږي.

د هېواد په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا په بغلان کې د مرګوني سېلابونو راوتو ځايي اوسېدونکیو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د وروستیو څرګندونو له مخې؛ د بغلان په دوه ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د بغلان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) د دغه ولايت د مرکز په ګډون له سېلاب ځپلیو سيمو ليدنه وکړه.

ملا برادر  د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د دې ولایت په مرکز کې له مسوولینو او کاري کمیټو له استازو سره په ناسته کې لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: په هغو ولسوالیو کې، چې مونږ له نږدې ولیدلې اوښتي زیانونه ډېر دي؛ نو له همدې کبله اړینه ده، چې دغه بنسټونه د بې ځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي توکو، درملو او سرپناه په برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او سیلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر نور هم چټک کړي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لویديځ ولايتونه د ويجاړونکيو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په تخار کې هم له ۲۰ ډېرو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د مالي زیانونو پوره کچه په ډاګه شوې نده؛ خو ویل کېږي، چې د سیلابونو له کبله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو ته پوره زیانونه رسېدلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!