روغتيا

په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی

Published

on

اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د ۵۰ سلنه ماشومانو له اخته کېدو خبر ورکړی دی.

نن دوشنبه (د لړم نهمه ) دغې ادارې د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ له څرګندونو له مخې لیکلي، چې د روان کال له پیل راپدیخوا د خوارځواکۍ له کبله په روغتونونو کې د بستر شویو ماشومانو شمېر ۴۷ سلنه ډېر شوی دی.

اوچا د خوارځواکو ماشومانو د شمېر د زیاتوالي لامل بې سارې لوږې بولي.

د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پېښې داسې وې، چې ځينې يې له درملنې مخکې مړه شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب شبکې لخوا خپاره شوي معلومات ښيي، چې د دې ادارې ګرځنده روغتیايي ډلې د روان کال په لومړۍ میاشت کې ۲۵۰۰ خوارځواکي ماشومان تر درملنې لاندې نیولي؛ خو په سپتمبر میاشت کې د بستر شویو ماشومانو شمېر ۴۲۷۰ ته لوړ شو.

د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې د افغانستان نیمايي وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او په هېواد کې شپږ میلیون ماشومان او لویان له لوږې سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version