تازه خبرونه
په افغانستان کې د داعش جنګیالي له سوریې او عراق سره په اړیکو کې دي- نیکلسن
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په افغانستان کې د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان ویلي، چې په افغانستان کې د داعش جنګیالي په مستقیمه توګه په سوریه او عراق کې د داعش له ډلې سره اړیکي لري.
امریکايي جنرال جان نیکلسن د اسوشیتید پریس له خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش وسلوال په عراق او سوریه کې د داعش له مشرانو سره مالي، مخابراتي او ستراتیژیک ارتباطات لري.
جنرال نیکلسن ویلي، چې په افغانستان کې د داعش څانګه د دغې ډلې له هستې سره ارتباط لري.
ښاغلي نیکلسن زیاته کړې، چې د داعش ډېرغړي د پاکستان د اورکزیو د سیمې دي او له دې ځایه افغانستان ته اوړي را اوړي.
بلخوا د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې په ننګرهار کې د داعش زیاتره نیول شوي غړي پاکستانیان دي.