تازه خبرونه
په افغانستان کې د راغورځېدلې الوتکې څلور کسان ژوندي دي او د دوه نورو لټون روان دی – روسیه
رویټرز د روسیې سفارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د روسیې د هوايي چلند څار ادارې د یکشنبې پر ماښام د افغانستان په شمال کې د مسکو پر لوري د یوې چارترې الوتکې د لوېدو له پېښې څلور کسان ژوندي پاتې دي او د دوه نورو مسافرو لټون روان دی.
د افغانستان اسلامي امارت دوه ولایتي چارواکو ویلي؛ څلور ژوندي پاتې شوي کسان اوس د اسلامي امارت له هغو حکومتي چارواکو سره دي، چې اړوند غرنۍ سیمې ته رسیدلي دي.
دوی دا هم ويلي، چې دوه نور مسافر مړه شوي دي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د الوتکې پیلوټ د هغو څلورو کسانو په ډله کې دی، چې ژوندي پاتې دي.
هغه په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د اسلامي امارت څېړنیزه ډله د پاتې کسانو د لټون او مرستې لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي.
د روسیې هوايي چلند ادارې روساویتسیا د یکشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې افغان پولیسو د الوتکې د راغورځېدو راپورونه خپاره کړل په ډاګه کړه: د روسیې راجستر شوې چارټر الوتکه له شپږ سپاره کسانو سره یوه ورځ مخکې په افغانستان کې له راداره ورکه شوې وه.
د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ الوتکه یوه چارټر امبولانس الوتنه وه، چې د تایلینډ د پتایا د اوتاپاو هوایی ډګر څخه مسکو ته د هند او ازبکستان له لارې د فرانسوي په داسوی الوتکه کې یې مسکو ته سفر کاوه.
د روسیې خبري اژانس شاټ SHOT د یوې ناڅرګندې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د الوتکې پیلوټ له راداره له ورکیدو شاوخوا ۲۵ دقیقې مخکې خبرداری ورکړ، چې د تېلو کمښت دی او الوتکه به هڅه وکړي، چې د تاجکستان په هوایی ډګر کې کښته شي.
د یادې سرچینې د راپور له مخې؛ پیلوټ بیا هم راپور ورکړ، چې یو انجن ودرېد او بیا دوهیم هغه هم ودرېد.
رویټرز تر دې دمه د شاټ لخوا شریک شوي توضیحات تائید کړي نهدي.
د هند ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې دغه چارټر سوداګریزه الوتنه د هند الوتکه نهوه.
د روسیې دولتي تاس خبري اژانس په بانکوک کې د روسیې سفارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې الوتکه د تایلینډ له پټایا څخه، چې د روسیې لپاره مشهور سیاحتي ځای دی؛ مسکو ته د شخصي روغتیایي لپاره پر لار وه.
ریا RIA خبري اژانس د تایلینډ د اوتاپاو نړیوال هوایی ډګر د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې په الوتکه کې یو ناروغ روسی وګړی د پټایا له یوه روغتون څخه روسیې ته لېږدېدو.
ریا خبري سرچینې زیاته کړې؛ له ناروغې سره د هغې میړه، یو خصوصي متشبث او یو روسی تبعه هم مل ول، چې د الوتنې لپاره یې پیسې ورکړې وې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ یو شمېر روسي رسنیو ویلي، چې مسافرین د روسیې د سویل د ولګوډونسک میړه او میرمن ول.
د شاټ خبر پاڼې له مخې؛ داسې ښکاري، چې د الوتکې عمله هم د روسیې وګړي ول.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې ویلي؛ دوی یوه جرمي قضیه پرانستلې، چې د خوندیتوب له قواعدو سرغړونه معلومه کړي.
د الوتکې راپور شوي مالک، چې اتلیټیک ګروپ LLC نومي یو کوچني روسی شرکت لري؛ تر دې دمه غوښتنو ته ځواب نهدی ورکړی.
هغه الوتکه، چې پرون ماښام بدخشان ولایت کې نادرکه شوې وه؛ د کوف آب ولسوالی د ارز کوه پدېو په اړوند سیمه کې پيدا شوې، چې پېلوټ د افغانستان اسلامي امارت څېړونکې ډلې لخوا پيدا شوی. د پېلوټ له قوله، چې په الوتکه کې له شته کسانو څخه د ياد پيلوټ په شمول څلور کسان ژوندي دي.
د اسلامي امارت څېړونکې ډلې لخوا د پاتې ژونديو کسانو لټون او مرسته دوام لري.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په ایکس پاڼه کې په دې اړه لیکلي: د لومړنيو معلوماتو له مخې تېر ماښام شا وخوا (۷) بجې یوه FALCON -10 ډوله روسی شخصي جټ الوتکه، چې د سپرليو او عملې شمېر یې شپږ کسان و؛ له هندوستان څخه د تاشکند پر لور روانه وه، چې د تخنیکي ستونزو له کبله له خپل مسيره وتلې او احتمالأ د بدخشان ولایت د زیباک او کران و منجان ولسوالیو په اړوند سیمه کې ورکه او غورځېدلې ده.
د بدخشان د ولایتي ادارې ویاند ذبیح الله امیري رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د پېښې ځای ته یو ټیم استول شوی چې د ولایت له مرکز فیضآباد څخه ۲۰۰ کیلومتره لرې پرته سیمه ده.
له دې مخکې د بدخشان امنیه قومندانۍ د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي وه، چې دغه الوتکه د زیباک ولسوالۍ د توپخانې د سیمې په لوړو غرونو کې راغورځېدلې ده.