تازه خبرونه

په افغانستان کې د روان کړکېچ حل زمونږ لومړیتوب دی – امریکا

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۴, ۱۴۰۲)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پاتل د دوشنبې پر ورځ ( د زمري ۲۳) په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د افغانستان له خلکو سره د مرستې او په دغه هېواد کې د بشري او اقتصادي بحران حل د واشنګتن لپاره لومړیتوب لري.

ویدانت پاتل د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، د ده څرګندونې د واشنګټن د رسمي دریځ ښکارندویي نه‌کوي.

خلیلزاد په دې وروستیو کې ویلي، چې افغان سیاستوال دې هېواد ته راستانه شي او له اسلامي امارت سره دې د حکومت پر جوړولو خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې؛ امریکا نور نه‌غواړي، چې افغانستان ته سیاستوال واستوي او یا له هغو سره د تګ په اړه مرسته و‌کړي.

د خلیلزاد دغو څرګندونو پراخ رسنیز غبرګونونه راپارولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا خلیلزاد د یوه امریکايي چارواکي په توګه خبرې کوي؟ ویلي، هغه دا ډول کار نه‌شي کولی او نه د بهرنیو چارو وزارت یا د امریکا د حکومت پر استازیتوب خبرې کولی شي.

پاتل ​​زیاته کړې: هغه څه، چې زه غواړم دا دي؛ امریکا غواړي داسې یو افغانستان وویني، چې له ځان سره په سوله کې وي، له ګاونډیانو سره په سوله کې وي او پخپلو پښو ودریږي، چې زمونږ پالیسي هم پر همدې موخو راڅرخي. په افغانستان کې له روان بشري او اقتصادي بحران سره د مرستې او حل په ګډون مونږ ته د افغانستان د خلکو ملاتړ یو بېړنی لومړیتوب دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې امریکا اوس هم له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی برابرونکی هېواد دی.

ویل کیږي، چې امریکا د ۲۰۲۱ ز. کال له اګست میاشتې راپدیخوا د افغانستان له خلکو سره د ژوند ژغورنې په برخه کې له ۱.۹ میلیارد دالرو څخه زیاته مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version