تازه خبرونه

په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پریمانه فرصتونه موجود دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې رییس له ولسمشر غني سره په ارګ  کې د لیدنې پر مهال وویل، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پریمانه فرصتونه موجود دي او افغانستان د منرالونو له پلوه بډای هېواد دی.

هغه ژمنه وکړه،چې د سارک سازمان تاجران او پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

ولسمشر غني هم له نوموړي سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د سیمې د څلور لارې په ځانګړي توګه د سویلي او منځنۍ آسیا د نښلوونکي په توګه د سوداګرۍ له پاره مناسبه سیمه ده.

هغه زیاته کړه، د تاریخ په اوږدو کې د هند، بنګله دیش او سویلي آسیا هېوادونو سوداګریز توکي د افغانستان له لارې مرکزي آسیا ته لېږدېدلي دي.

ولسمشر غني د افغانستان له لارې له چین  څخه ایران ته  د اورګاډي د کرښې غزېدل د سیمې د سوداګرۍ د ودې له پاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، له ترکمنستان څخه د هېواد شمالي ولایتونو ته د اورګاډي کرښه د سیمې د سوداګرۍ د ودې له پاره ګټوره ده.

محمد اشرف غني په فراه کې د لمریزې برښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته په نغوته کې ټینګار وکړ، چې د سارک سازمان د غړیو هېوادونو استازي دې خپلو حکومتونو او هېوادونو ته د سیمې د سولې او ثبات پیغامونه یوسي.

Trending

Exit mobile version