تازه خبرونه

په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې څانګه پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې  د سوداګرۍ د نړیوالې خونې پرانیسته کولی شي له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان په نښلولو کې مرسته وکړي.

د پرانیستې موخه یې هم د بهرنۍ پانګې جذب او د ځانګړي(خصوصي) سکتور ښه تنظیم یادیږي.

د سوداګرۍ د نړیوالې خونې رییس مایل آغا خیرخواه د دې خونې  پرانیستل مخ په وړاندې مهم ګام بولي او وایي، له دې خونې سره به نړۍ ته په افغانستان کې اقتصادي فرصتونه وروپېژندل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو رییس آذرخش حافظي وایي، که څه هم د افغانستان نغده پانګه ۱۵۰ میلیارد دالرو ته رسیږي؛ خو ترې سمه ګټه پورته شوې نه ده.

هغه زیاتوي، زمونږ صنعت مخ پرځور روان دی او تېره اوونۍ مو ۲۵ کارخونې تړل شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ حکومت دې د دې برخې د ملاتړ لپاره اساسي ګامونه پورته کړي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په دې برخه کې کم کاري مني او وایي؛ حکومت هم نه دی توانیدلی، چې د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره ډېر څه وکړ؛ خو دغه سکتور دې هم په دې اړه مسوولیتونو ته غاړه کیدي.

د سوداګرۍ نړیواله خونه شپږ اعشاریه پېنځه میلیون غړي لري؛ په ۱۳۰ هېوادونو کې څانګې لري او په نړۍ کې ستر سوداګریز بنسټ یادیږي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version