تازه خبرونه

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا او پاکستان همکاري اړینه ده – ویلیم تاد

Published

on

(Last Updated On: تله ۳, ۱۳۹۹)

ویلیم تاد، چې د ډونالډ ټرمپ لخوا په اسلام آباد کې د امریکا د استازي په توګه نومول شوی؛ د چارشنبې پر ورځ یې د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ( کمیتې) ته ویلي، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ همکاري په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره اړینه ده.

تاد زیاته کړې؛ په افغانستان کې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده او دغې موخې ته د رسیدو لپاره د امریکا او پاکستان همکاري ګټوره او اړینه ده.

هغه دا هم ویلي: نن ټول هېوادونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ګډې ګټې پېژني.

نو موړي څرګنده کړې، چې: اسلام آباد د داسې شرایطو په رامنځته کولو کې کليدي رول لوبولی، چې نن افغان او طالب مشرانو د سولې خبرو اترو تاریخي پیل ته لار اواره کړې؛ خو اوس پاکستان د سیاسي خبرو اترو هوکړې ته د رسیدو لپاره د هڅو په ملاتړ کې خورا اړین رول لوبولی او غواړي، چې ۴۰ کلن جنګ پای ته ورسیږي.

تاد زیاته کړې؛ دا د پاکستان لپاره یو فرصت دی، چې په سیمه کې نوی او غوره رول ولوبوي.

نوموړي په ډاګه کړې، چې: د سیمې د خوزښت له مخې که څه هم مونږ له هند سره خواکمنې اړیکې لرو؛  خو دا باید د پاکستان په بیه نه وي. زه باور لرم، چې تر سمو شرایطو لاندې به مونږ له دواړو هېوادونو سره پیاوړې اړیکې ولرو.

هغه ویلي، چې له دیلي او اسلام آباد سره د واشنګتن نږدې اړیکې به په سیمه کې د تاوتریخوالي له کمولو سره مرسته وکړي.

دی وایي؛ زمونږ هیله دا ده، چې دواړه هېوادونه به د کړکیچ کمولو لپاره ګامونه پورته کړي او لکه څنګه، چې ولسمشر [دونالد ترمپ] وړاندیز کړی؛ مونږ چمتو یو، چې د دواړو خواوو په غوښتنه د دواړو هېوادونو تر منځ خبرو اترو ته لار اواره او آسانتیاوې رامنځته کړو.

هغه دا هم ویلي؛ دوی به له پاکستان سره په ګډه کار وکړي، چې له خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ په له منځه وړلو او په سیمه کې د امنیت په زیاتولو کې ګډې ګټې ته وده ورکړي.

Trending

Exit mobile version