تازه خبرونه
په افغانستان کې د سړو سیمو نوی ښوونیز کال پیل کیږي
د افغانستان د پوهنې وزارت په ډاګه کړې، چې د افغانستان په سړو سیمو کې به سبا چارشنبه د ( ۱۴۹۱ لمریز هجري کال د وري ۳ ) نوی ښوونیز کال پر ځانګړیو مراسمو پیل شي.
دغه وزارت څرګنده کړې؛ ټولې لیسې او نورې ښوونیزې ادارې به سبا (چارشنبه د وري درېیمه) پیل شي.
د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: د ښوونځیو او تعلیمي موسسو ټول استادان او زدکوونکي دې د جامو او یونیفورم په برخه کې دیني او ملي معیارونه په پام کې ونیسي.
د پوهنې وزارت دغه راز ټولو ښوونکیو ته لارښوونه کړې، چې د خپلو مسوولیتونو او وړتیاوو له مخې دې لازم چمتووالی ونیسي او د زدکوونکیو لپاره دې ښوونیز شرایط او مناسب چاپېریال برابر کړي.
د پوهنې وزارت په ۱۴۰۱ ښوونیز کال کې ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې په هېواد کې د پوهنې حقونو ته ژمن دی او د پوهنې معیاري کول، د پوهنې د کمیت او کیفیت لوړول، د زدکوونکیو د شخصیت، ځانګړنو او د خدمتونو وړاندې کولو کې به عدالت خوندي کوي او د هر راز تبعیض د له منځه وړل د اساسي تګلارو په توګه ګڼي.
