تازه خبرونه
په افغانستان کې د طالبانو هڅې د روسیې لپاره ګواښ ندی – د روسیې سفیر
په افغانستان کې د روسیې سفیر ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو هڅې روسیې ته مستقیم ګواښ ندی.
په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف پرون دوشنبه د چنګاښ پر ۷ د روسیا – ۲۴ ټلویزیوني کانال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د طالبانو هڅې به روسیه مستقیماً وګواښلی شي ویلي: روسیه د طالبانو لخوا له هیڅ راز مستقیم ګواښ سره مخ نده.
ژیرنوف زیاته کړې، چې طالبان د کابل او نورو لویو ښارونو په نیولو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي دغه راز د کابل امنیتي وضعیت هم د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
هغه پدې اړه ویلي؛ دلته د تروریزم ګواښونه ډېر شوي او دا هم ښکاره ده، چې پلازمېنه( کابل) د جګړې په درشل کې دی، نو له می میاشتې راپدیخوا کوم جدي بدلون لیدل شوی ندی.
دیمتري ژیرنوف وایي: د روسیې، امریکا، چین او پاکستان استازي د ترویکا د پرمختللي میکانیزم په چوکاټ کې کار کوي، چې د افغانستان د وضعیت لپاره سیاسي حل لاره ومومي. مونږ پر داسې پالیسیو کار کوو، چې ګټور اړخونه د ګټورو خبرو اترو لپاره فشار راوړي او کورنۍ جګړې ورسره پای ومومي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ د بلخ پر کلدار ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو د بریدونو له کبله د افغانستان د امنیتي ځواکونو ۱۷ سرحدي سرتېري تاجکستان ته وراوښتي دي.
