تازه خبرونه

په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال بریتانیاوي ځواکونو ۶۴ افغان ماشومان وژلي

Published

on

د برتانیا دفاع وزارت ومنله، چې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۴ زېږدیزو کلونو پورې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د ماموریت پر مهال شاوخوا ۶۴ افغان ماشومان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شل کلن ماموريت پر مهال د جنګي جنايتونو پېښې تل په افغانستان کې دننه او بهر نيوکې راپارولي دي .په تازه پېښه کې د بریتانیا دفاع وزارت تائیید کړې، چې د دوی ځواکونو د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د خپل ماموریت پر مهال ۶۴ افغان ماشومان وژلي دي.

د برتانیا دفاع وزارت چارواکو دا احصائیه د وسلوال تاوتریخوالي پر وړاندې له کار خیریه بنسټ سره په یوه راپور کې شریکه کړې او ټینګار یې کړی، چې ټولو قربانیانو ته تاوان ورکړ شوی دی.

په دې راپور کې ټینګار شوی، چې ښايي د ملکي تلفاتو شمېر له هغې  ډېر وي، چې د بریتانیا دفاع وزارت وړاندې کړی دی.

 د برتانیې د دفاع وزارت چارواکو دغه احصائیه په هغه راپور کې وړاندې کړې، چې د وسلوال تاوتریخوالي پر وړاندې د خیریه موسسې لخوا غوښتل شوې او ویلي یې دي، چې ټولو قربانیانو ته تاوان ورکړ شوی دی.

 د وسلوال تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې خيريه موسسه وايي، ښايي د ملکي تلفاتو شمېر له دې هم ډېر وي او ١٣٥ تنو ته ورسېږي.

د وسلوال تاوتریخوالي  پر وړاندې  د خیریه موسسې د راپور له مخې: شونې ده، چې د ملکي تلفاتو شمېر له دې هم ډېر وي او دا شمېره ۱۳۵ ماشومانو ته رسېږي؛ ځکه، چې د بریتانیا دفاع وزارت په اسنادو کې د ځینو قربانیانو د نوم له ښودلو پرته هلکان یا نجونې ښودل شوي او په ډېرو مواردو کې د دوی عمرونه ډېر دي او د مړینې لاملونه یې هم ذکر شوي ندي.

د دغه راپور له مخې، له ۸۸۱ قضیو څخه، چې ادعا شوې د بریتانوي ځواکونو لخوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي، یوازې د څلورمې برخې تاوان ورکړ شوی دی.

د بریتانیا دفاع وزارت د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ۲۸۹ ملکي افغانانو د وژل کېدو په بدل کې ټولټال ۶۸۸۰۰۰ پونډه ورکړي دي.

له دې مخکې د بریتانیا دفاع وزارت یوازې د خپلو ځواکونو لخوا د ۱۶ افغان ماشومانو وژل کېدل تائید کړي وه.

اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال د افغانانو پر وړاندې ډېر جنګي جنایتونه کړي، چې باید حساب ورسره وشي.

Trending

Exit mobile version