سوداگري

په افغانستان کې د عوایدو راټولول ښه شوي ـ نړیوال بانک

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۴۰۱)

نړیوال بانک د ۲۰۲۲ ز. کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو په کچه کې له ۹۰ سلنه ډېروالي، اسعارو ثبات او د افغانستان د عایداتو زیاتوالی خبر ورکړی دی.

د دغه راپور له مخې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ نرخ هم نسبي ثبات ساتلی دی.

په دغه راپور کې د انفلاسیون د کمښت اصلي لامل د نړۍ په بازارونو کې د تېلو او خوراکي توکو د بیو ټیټوالی ښودل شوی دی.

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د نسبي ثبات د ساتلو په برخه کې هغه بشري مرستې، چې په پرلپسې ډول د ملګرو ملتونو او نورو خیریه موسسو له لارې افغانستان ته رسېږي، بې اغېزې ندي.

د سپما حسابونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه راپور څرګنده کړې، چې له بانکونو څخه د پیسو پر ایستلو محدودیتونه اوس هم روان دي.

هغو شرکتونو او اشخاصو، چې ۱۴۰۰د وږي له دمخه په بانکونو کې پیسې درلودېاوس هم نشي کولی له محدودې کچې له بانکه وباسي.

نړیوال بانک وايي، په تېرو دوه میاشتو کې د دولتي کارکوونکیو معاشونه په منظم ډول ورکړ شوي او ښځینه کارکوونکیو ته د نرینه کارکوونکیو پر پرتله ډېر منظم معاشونه ورکړ شوي دي.

د دغو کارکوونکیو لپاره د پیسو ایستل اسانه کار نه و او دوی ټولو شکایت کاوه، چې د بانک په لیکو کې ډېر وخت پر درېدلو تېريږي.

په دغه راپور کې د نوي حکومت د چارواکو لخوا د مالیاتو او عوایدو د ټولولو بهیر بیان شوی او ویل شوي، چې اسلامي امارت توانیدلی په سرحدونو کې له ګمرکي تعرفو څخه ۱۳۵،۹ میلیارد افغانۍ، چې شاوخوا ۱،۵۴ میلیارد دالر کیږي؛ راټول کړي.

د ډبرو سکرو د بیو لوړوالی او صادرات د اسلامي امارت د عوایدو د زیاتوالي اصلي لامل بلل شوی دی.

د دغه راپور پر بنسټ د افغانستان صادرات د تېرو کلونو پهر پرتله ډېر شوي دي.

نړیوال بانک وايي، چې په ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو کې د افغانستان صادرات ۰،۸ میلیارد او ۰.۹ میلیارد ته رسېدلي دي. په داسې حال کې چې سږ کال افغانستان شاوخوا ۱،۷ میلیارده دالر صادرات کړي دي.

د نړیوال بانک د موندنو له مخې، سږ کال د افغانستان تر ټولو زیات صادرات کرنیز محصولات، کانونه او ټوکر ول، چې د دغو صادراتو ۶۵ سلنه هدف پاکستان او ۲۰ سلنه نور یې هند و.

په دغه راپور کې دا دهم راغلي، چې د سړې هوا او واورې له پیلېدو وروسته د ماهرو او غیر مسلکي کارګرو غوښتنه کمه شوې او د کرنې او ساختمان په څېر صنعتونه چې ډېر کارګران جذبوي اوس کارګرانو ته اړتیا نلري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، سږ کال لږ تر لږه ۲۸.۳ میلیون افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په اړه د نړیوال بانک د احصائې له خپرولو سره دا اقتصادي پرمختګ بللی دی.

دا احصائې د هغه څه څخه توپیر لري، چې اتباعو ته پېښیږي.

کتونکي وايي، چې د نړیوال بانک لخوا د هڅوونکیو احصائیو له خپرېدو سره سره اوس‌مهال خلک له سړې هوا او سوړ ژمي سره مخ دي. د بېوزلۍ او یخنۍ په درشل کې، ښاریان باید د خپلو کورونو او خواړو لپاره سون توکو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version