سوداگري
په افغانستان کې د غالیو صنعت له ننګونو سره مخ دی
د هېواد سوداګرۍ او پانګونې خو نې او د خصوصي سکتور غړیو ویلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نه پاملرنې له کبله د غالیو سکتور د له منځه تلو له ستونزو سره مخ دی.
د خصوصي سکتور غړيو ويلي؛ په هېواد کې د غاليو تولیدوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې یو زیات شمېر يې د ستونزو د زیاتوالي له کبله په ګاونډ هېوادونو کې کار کوي.
دوۍ زیاتوي، چې په تېرو دوه لسیزو کې د غالیو سکتور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت پاملرنه نده کړي. اوس هم دا سکتور صنعتي پارکونه نلري، د پروسس لپاره مناسب ځایونه نشته، د او مه توکو د ترلاسه کولو ستونزې لري او تر څنګ یې د صادراتو بهیر هم صفر ته رسیدلی دی.
دوی زیاته کړې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له غالیو تولیدوونکیو سره همکاري نده کړې.
د صنعت کارانو د ټولنې مشر عبد الجبار ساپی وایي: مونږ په ځلونو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته تللي یو؛ ورته مو ویلي، چې د غالیو سکتور ته پاملر نه کولی شي د غالیو سکتور نور هم پراخ کړي. د بې روېې او بې کیفیته وارداتو باید مخنیوي وشي. په دا لس کلونو کې دا سکتور یو صنعتي پارک نلري.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ويلي، چې دوی به دغالیو صنعت په سنتي توګه و ساتي. که دا سکتور صنعتي نشي؛ ښايي خپل کیفیت له لاسه ورکړي.
دوی زیاته کړې؛ دغالیو تولیدوونکیو سره يي د ځینو وسایلو مرسته کړې او د هېواد په شمال کې نږدې سل زره هېوادوال کار کوي، چې ډېري کارکوونکي یې میرمنې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وایي: دغالیو ښکلا په لاس جوړوونکو کې ده او د هېواد غالۍ زیاتره برخه صنعتي شوې او صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ځینې تولیدې توکي او وسایل میرمنو ته ورکړي.
اقتصادپوهانو ويلي؛ که د افغان حکومت لخوا د غالیو روانو ستونزو ته د حل لار پیدا نشي، ښايي د دې سکتور د له منځه وړلو هڅې پراخه شي او د دې ستر کار پنځو ونکی سکتور فعالیتونه به په هېواد کې بند شي.
۲