تازه خبرونه

په افغانستان کې د فساد پروړاندې مبارزه باید لومړیتوب وي– م.م

Published

on

په تېر میلادي کال کې د فساد پر وړاندې د مبارزه لپاره د اصلاحي ګامونو کموالی او د فساد پروړاندې د مبارزې په موخه د افغانستان د ۲۰۱۷ کال تګلارې ناکامي د دغه راپور اړینې برخې دي.

د رپوټ په بله برخه کې راغلي، چې تراوسه هم د فساد پروړاندې د مبارزې بنسټونه لکه د اداري فساد پروړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د زورواکانو او لوړ پوړیو چارواکو د محاکمې وس نلري.

ملګري ملتونه د افغانستان حکومت ته وړاندیز کوي، چې د تېرو لاس ته راوړنو پر بنسټ یوه اوږدمهاله او رښتیني تګلاره ژر تر ژره جوړه او په عدلي برخه کې اصلاحات عملي کړي.

د  افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز په ډاګه کړې: په ځانګړي توګه د سولې او پرمختګ ننګونو او فرصتونو ته په کتو د فساد پر وړاندې هڅې او د روڼتیا اصلاحات باید د افغانستان د مشرتابه لپاره مهم لومړیتوبونه وي.

دغه راز هغې زیاته کړې: د کوویډ ۱۹بحران ته لاسرسی او د یوه سوکاله، هوسا او سالم افغانستان رامنځته کول روڼتیا او حساب منلو ته اړتیا لري، چې د هر ملت د راتلونکي لپاره بنسټونه جوړوي.

Fighting corruption in #Afghanistan must remain a priority. It’s crucial for peace & prosperity. New UN report reviews progress in reform, provides analysis & recommendations to tackle the blight. UN committed to back concerted government efforts. More: https://t.co/d0b1NBprX4. pic.twitter.com/2K3MZdBukA

— UNAMA News (@UNAMAnews) June 18, 2020

د افغانستان پر شفافیت د څار بنسټ څېړونکی  ناصر تیموري ویلي: د فساد پر وړاندې حکومت ټولې هڅې ننداریزې وې.       

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وایي، چې له فساد سره مبارزې د خلکو بې باوره نوره ډېره کړې ده.  

د جمعیت ګوند کشر صلاح الدین رباني وایي: نړیواله ټولنه د افغانستان په حکومت جوړونه کې ناکامه ده.         

د ملګروملتونو د  دغه راپور په اړه د ولسمشر ویاند صدیق  صدیقي ویلي، چې د افغانستان د حکومت لومړیتوب له فساد سره مبارزه ده او په تېرو ۵ کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لرو.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې به د جنیوا په جوړیدونکې ناسته کې له افغانستان سره د راتلونکیو مرستو په اړه غور کوي؛ خو د ملګر ملتونو په راپور کې راغلي، چې دا مرستې به د فساد پروړاندې له مبارزې سره تړلې وي او ښایي د اقتصادي ستونزو له کبله افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه لږ شي.

Trending

Exit mobile version