تازه خبرونه

په افغانستان کې د ماشومانو ودونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده – م.م

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۰, ۱۳۹۹)

د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د لږ منګو ماشومانو ودونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د سې شنبې پر ورځ د دغه بنسټ په خپره شوې خبرتیا کې راغلي: په افغانستان کې جګړه، تاوتریخوالی، فقر او پر ځینو دودیزو باورونو او چلندونو ټینګار په ځانګړي توګه په لیرې پرتو او کلیوالي سیمو کې لږ منګه نجونې له خطر سره مخ او هرکال په میلیونونه نجونې د دوی د کورنیو، ملګرو او ټولنې لخوا له فزیکي او رواني زیان مخ وي.

د اعلامیې له مخې: دا خطرونه نه یوازې نجونې له بشري حقونو څخه لیرې ساتي، بلکې د دوی د ټولنیزو حقونو، زدکړو او خوندیتوب مخه هم نیسي او د روغتیا، تولیدي وړتیاوو او ټولیز شتون په ګډون یې مور کیدنه هم ګواښي.

د ملګرومالتونو وګړیو صندوق اجرائیه مشره میرمن داکترناتالیا کانم ویلي، چې د نجونو پروړاندې ناوړه کړنې د ژور او تلپاتو زیانونو لامل کیږي او دوی له خپل بشپړ حقه بې برخې او د وړتیاوو ښکاره کولو مخه یې نیسي.

اعلامیې دا هم په ډاګه کړې: ډېري زیان رسونکي عملونه، چې د بشري حقونو سرغړونه یادیږي له  جنسیتي تبعیضونو او نورمونو څخه رامنځته کیږي؛ نا برابري روانه ساتي او د ښځو او نجونو له خوښې پرته پر هغو تپل کیږي.

ملګرو ملتونو په ډاګه کړې، چې د کرونا ویروس د خوریدو له کبله د قرنطین پر مهال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د افغانستان لوی څارنوالۍ د د غه مهال په بهیر کې د ښځو د وهلو ۲۴۹ قضیې  ثبت کړې دي.

د داکترې کانم د څرګندونو له مخې: د کرونا وبا روانې ناروغۍ زمونږ دنده نه یوازې ستونزمنه کړې، بلکې چټکتیا هم وربښي؛ځکه، چې اوس ډېرې نجونې له خطر سره مخ دي. مونږ به تر هغې ترې خپلې هڅې ونسپموو، چې د ټولو نجونو حقونه، غوراوي او واکونه په بشپړ ډول خپل شوي نه وي.

دې صندوق ټینګار کړې: دا د حکومتونو دنده ده، چې د ښځو او ماشومانو له خوندي کولو ځان ډاډه کړي؛ ځکه دوی په دې اړه نړیوال تړونونه د د ښخو او ماشومانو د ملاتړ لپاره تصویب کړي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ماشومانو د خوندیتوب او ژغورنې ډېر نړیوال کنوانسیونونو د لږ منګو په ګډون لاسلیک کړي دي. د پالیسۍ له نظره، په افغانستان کې د ماشومانو د بې وخته ودونو د له منځه وړلو لپاره ملي پلان تصویب شوی او په هېواد کې د بې وخته ودونو د مخنیوي او پای ته رسولو لپاره ملي او نړیوالې همکاري اړینه ده.

د ماشومانو بې وخته ودونه له بشري حقونو بنسټیزه سرغړونه ده؛ ځکه، چې نجونې له زدکړو، روغتیا او اوږدمهاله بریالیتوبونو بې برخې کوي. د فغانستان حکومت اړ دی، چې په دې اړه له دیني او مدني ټولنو،  ملي، سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو څخه ګډه مرسته تر لاسه کړي.

دې بنسټ ویلي: مونږ اړ یو، چې خپلې ژمنې نوې او د دغه زیان رسونکې کړنې مخه ونیسو؛ نجونو او د هغوی حقونو ته درناوی خپل کړو.

Trending

Exit mobile version