تازه خبرونه

په افغانستان کې د متامفتامین تولید په بېساري توګه ډېر شوی دی – ملګري ملتونه

Published

on

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د یکشنبې پر ورځ ( د وږي ۱۹ ) په افغانستان کې د متامفتامین د تولید او قاچاق د زیاتوالي په اړه نوی راپور خپور کړی دی.

د دغه دفتر د راپور له مخې، په افغانستان او ګاونډ هېوادونو کې د متامفتامین قاچاق کابو دولس برابره زیات شوی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د مخدره توکو کر له پېنځه کلونو راپدیخوا په ۲۰۱۷ کې له ۲.۵ ټنو څخه په ۲۰۲۱ کې ۲۹.۷ ټنو ته ډېر شوی دی.

د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر موندنې ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو او د ۲۰۲۲ ز. کال د اپریل په میاشت کې د نشه‌يي توکو د بندېدو له اعلان وروسته د هیروینو قاچاق په ټیټه بیه روان پاتې دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر په یوه راپور کې ویل شوي؛ له بندیز وروسته د متامفتامین قاچاق زیات شوی، چې د نشه‌یي توکو د ناقانونه بازارونو د احتمالي بدلون ښکارندویي کوي.

د نشه‌یي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر اجرائیوي رییس غاده ولي وايي: په افغانستان او سیمه کې د متامفتامین د قاچاق زیاتوالی د مخدره توکو په غیر قانوني بازار کې د پام وړ بدلون په ګوته کوي او زمونږ بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. په افغانستان او شاوخوا کې د متامفتامین د غیرقانوني تولید د دوام د پراختیا د مخنیوي لپاره د کیمیاوي مخکنیو توکو د انحراف او قاچاق لپاره سیمه‌ییزه همغږي اړینه ده.

هغه ټینګار وکړ، چې د نشه‌یي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د دې نوي راپور موخه د مصنوعي مخدره توکو د مخ پر زیاتېدونکي له ګواښ سره د مقابلې لپاره نړیوالې ټولنې ته حیاتي معلومات وړاندې کول دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، چې له افغانستان څخه د مشکوکو متامفتامینونو راپور له اروپا، منځني او نږدې ختیځ، سویل ختیځې اسیا او ختیځې افریقا څخه ورکړ شوی دی.

په دغه راپور کې، چې په افغانستان کې د متامفتامین د ناقانونه تولید پوهېدا تر سرلیک لاندې د دې مخدره توکو د تولید او کارولو بېلابېل مخکیني عوامل څېړل شوي دي.

د دې راپور د تحلیل پر بنسټ په افغانستان کې د متامفتامین شکمن تولید اکثراً د “ایفدرا” پر نوم د هغه بوټي پر کارولو متمرکز دی، چې په سیمه کې پراخه وده کوي او “ایفدرین” لري، چې د دې درملو جوړولو لپاره استخراج کیدی شي.

افدرا داسې بوټی دی، چې د افغانستان په غرنیو سیمو کې په طبیعي بڼه راشنه او د لاسرسي وړ دی.

د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر خبرداری ورکوي چې عام زکام درمل او صنعتي کیمیاوي توکي د میتامفیتامین تولید لپاره خورا اغیزمن او ارزانه دي او پدې توګه خورا لوی ګواښ رامنځته کوي.

اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي؛ خو د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د کوکنارو د کښت بندول د دوی یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه هبة الله اخوندزاده د وري پر ۱۴ یو فرمان صادر کړ، چې د کوکنارو کښت یې په کلکه منع کړی او د هر ډول نشه‌يي توکو تولید، کر، قاچاق،پېر او پلور، واردات او صادرات یې پوره بند کړل.

دغه راز په دې حکم کې خبرداری ورکړ شو، چې له سرغړونکیو سره به د شریعت له مخې چلند وشي او د هغوی کروندې به له منځه یووړل شي.

Trending

Exit mobile version