تازه خبرونه
په افغانستان کې د مخدره توکو په اړه د ټرمپ ادعا یوه ناپوهي ده – اسلامي امارت
حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې زیاته کړې؛ مخدره توکي له افغانستان څخه پاک شوي او پر وړاندې یې «قوي او جدي» مبارزه روانه ده.
په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي، چې له دې پدیدې سره د مبارزې په اړه د ډونالډ ټرمپ ادعا د افغانستان د واقعیتونو په اړه د هغه د «ناپوهۍ» له کبله ده.
حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې زیاته کړې؛ مخدره توکي له افغانستان څخه پاک شوي او پر وړاندې یې «قوي او جدي» مبارزه روانه ده.
فطرت ویلي، چې له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره د اسلامي امارت د مشر د فرمان له خپرېدا راپدېخوا په ټول افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره جدي اقدامات شوي او زرګونه عملیات ترسره شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت توانیدلی، چې د مخدره توکو تولید او کښت صفر ته راټیټ کړي.
د امریکا ولسمشر ادعا کړې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په تېر کال کې یې له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړې ندي.
ډونالډ ټرمپ د امریکا کانګرس ته په خپله کلنۍ وینا کې لیکلي، چې افغانستان د یو شمېر نورو هېوادونو سره یوځای د مخدره توکو د قاچاق او تولید یو له لویو مرکزونو څخه دی.
په دې اړه د سپینې ماڼۍ په خبرپانه کې راغلي: «په افغانستان کې، د طالبانو لهخوا د ناقانونه نشهيي توکو له اعلان شوې بندیز سره – سره، د نشه يي توکو زېرمې او پرلهپسې تولید؛ په ځانګړي توګه د میټامفېټامین د تولید زیاتوالي د نشهيي توکو بهیر نړیوالو بازارونو ته رسولی دی. د دې نشهيي توکو له سوداګرۍ ترلاسه شوې عواید نړیوالې جنایتکارې ډلې تمویلوي او له نړیوالو ترهګرو ملاتړ کوي. د طالبانو ځینې غړي اوس هم له دې سوداګرۍ ګټه اخلي.»
د اسلامي امارت غبرګون په داسې وخت کې راپورته شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان ترڅنګ باهاما، بولیویا، چین، کولمبیا، کورستاریکا، هند، پاکستان او وېنزویلا هغه هېوادونه شمېرلي، چې په تېر کال کې یې له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره خپلې ژمنې پوره کړې ندي.