تازه خبرونه
په افغانستان کې د مشاعرو د تنظیم قانون لاسلیک شو
دا قانون، چې دوه فصلونه او دیارلس مادې لري؛ په ځانګړي ډول د مشاعرو د جوړولو څرنګوالی، د شاعرانو د شعرونو منځپانګه( محتوا) او د شعر د ارزونې د بورډ دندې تنظیموي.
د عدلیې وزارت اعلان څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د مشاعرو د تنظیم قانون د اسلامي امارت د مشر له لاسلیک وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
دا قانون، چې دوه فصلونه او دیارلس مادې لري؛ په ځانګړي ډول د مشاعرو د جوړولو څرنګوالی، د شاعرانو د شعرونو منځپانګه( محتوا) او د شعر د ارزونې د بورډ دندې تنظیموي.
د دې قانون له مخې؛ شاعران اړ دي، چې له مشاعرې مخکې او په لړ کې اخلاقي او اسلامي اصول مراعات کړي او باید د مذهبي ارزښتونو له سپکاوي، د قومونو او ژبو ترمنځ د کرکې او تفرقې له رامنځته کولو، غیر اسلامي چلند هڅولو او د اسلامي امارت د مشر پر پرېکړو له نیوکې ډډه وکړي.
سربېره پدې دا قانون ټینګار کوي، چې شاعران باید اسلامي اصولو، شرعي سیاست، د اسلامي ملت د یووالي پیاوړتیا او په خپلو شعرونو کې د مذهبي غوښتنو ته پاملرنه وکړي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ولایتي ریاستونه اړ دي، چې مشاعرې ثبت او وروسته له هغې، چې شعر د ارزونې بورډ تائید کړي؛ بیا دې له یوې ځانګړې پتې خپور کړي.
د دې قانون له مخې: هغه شاعران او هنرمندان، چې د ټولنیزو اصلاحاتو لپاره کار کوي؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا هڅول کیږي او ستاینه به یې وشي. په داسې حال کې، چې سرغړونکو ته به له شرعي قانون سره سم سزا ورکړ شي.