سیمه ییز خبرونه

په افغانستان کې د ملي اردو د موټرو پر پرزو په ميليونونه دالر ضايع شوي-سيگار

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو د سرپلټونکي د دفتر په يوه تازه راپورپه ډاگه كوي، چې له افغانستان سره د مرستو د يو پروگرام له مخې ملي اردو موټرو ته پروزې اخيستل شوي، چې له د دغه پروگرام له مخې ميليونونه دالر ضايع شوي دي.

دغه اداره په خپل ورستي رپوټ كې ويلي، چې د امنيتي ليږد گډې قوماندانۍ يا سي اس تي اس  د موټرو د داسې پروزو فرمايش وركړى، چې يا ؛خو په گدام كې موجودې وې او يا يې هم اخيستو ته اړتيا نه وه.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو د سرپلټونکي د دفتر سرڅېړونكى جان سوپكو وايي:

څېړونكيو داسې گدامونه هم پيدا كړي، چې په بشپړ ډول له پروزو ډك دي. د څېړونكيو په وينا، دغې قوماندانۍ له ۲۰۱۱م كال را پديخوا د كاغذ پر مخ د پروزو ارقام له ۳۸۴۳ قلمونو څخه ۵۷۶ قلمونو ته را ټيټ كړي دي، خو دغې ادارې بيا هم د يو شمېر هغو پروزو د اخيستو لپاره، چې گمان كيږي ورته اړتيا هم نه وه يو سل و دېرش ميليون امريكايي دالر لگولي دي.

په رپوټ كې ويل شوي، چې پخپله امريكايي مامورين هم په دې نه ول ډاډه، چې يادو پرزو ته اړتيا شته او كنه .

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي:

دوى پخپله هم د دې پخلى كوي، چې په يادو پرزو كې يوازې يوولس سلنه پروزې ملي اردو ته وركړشوي دي.

د سيگار اداره وايي، د امنيتي ليږد گډه قوماندانۍ يا (سي اس تي اس ) په دې نه ده توانيدلي تر څو داسي اسناد وړاندې كړي، چې له ۲۰۱۰م كال څخه تر ۲۰۱۲م كال پورې د موټرو پرزې ملي اردو ته وركړشوي دي.

جنرال ظاهر عظيمي  زياتوي، په راپور کې د افغانستان دفاع وزارت په دې ملامت بلل شوي، چې د پرزو فهرست نه لري او په دې نه پوهيږي، چې پرزې چېرې دثي او يا کومو پرزو ته اړتيا لري.

د امنيتي ليږد گډه قومانداني ( سي اس ټي اس ) وايي، چې د پرزو بشپړ او مفصل ليست نه وي برابر شوى د اړتيا وړ ټولو پرزو خريداري به بنده شي.

دا رپوټ په داسې حال كې خپريږي، چې په هېواد كې د فساد د پراختيا په برخه كې افغان ولسمشر حامد كرزي او لوړ پوړيو دولتي چارواكو بهرنيان گرم بللي دي.

Trending

Exit mobile version