تازه خبرونه

په افغانستان کې د ملکي زیانونو کچه تر ۳۳۰ سلنې لوړه شوې – راپور

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۸, ۱۳۹۹)

په امریکا کې د براون پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ پرمهال په ځانګړي توګه له ۲۰۱۷ زېږدیز کال وروسته په افغانستان کې د ملکي ځاني زیانونو کچه ډېره لوړه شوې ده.

د براون پوهنتون یوه پروژه، چې د جګړې د لګښتونو څېړنه کوي ویلي، چې د امریکا پر مشرتابه په هوایي بمبارد کې د ملکي ځاني زیانونو کچه له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا ۳۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

له هغه مهاله، چې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما له دندې لرې شو او اوسني ولسمشر دونالد ترمپ  د دې هېواد اداره تر لاسه کړه.

د دغه راپور لیکوال نتاسي کرافورد څرګنده کړې؛ د یو شمېر دغو ځاني زیانونو مخنیوی د قوانینو او غوره زدکړو پر پوهېدو کیدی شو.اوربند هم کولی شي د ملکي وګړیو د مرګ و ژوبلې مخه نیولی شوه.

د دغه راپور د څرګندونو له مخې؛ ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۶ پورې د امریکا په مشرۍ د هوایي بریدونو په پایله کې پمنځنۍ بڼه ۵۸۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي: له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ پرمهال هرکال پمنځنۍ بڼه ۱۱۳۴ملکي وګړي د امریکا په مشرۍ په هوایي بمبارد کې وژل شوي، چې ۹۵ سلنه ډېروالی ښیي.

د ملکي تلفاتو دغه کچه د ترمپ د ادارې له هغې پرېکړې وروسته راپورته شوه، چې د جګړې په ډګر کې نرمښت ښکاره کړی دی.

راپور دا هم په ډاګه کړې؛ په ۲۰۱۹ کال کې له ۷۰۰ ډېر ملکي وګړي په هوایي بمبارد کې وژل شوي، چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو له زیانونو لوړوالی ښیي. د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې امریکا او طالبانو د سولې رامنځته کولو لپاره هوکړې ته ورسیدل؛ د امریکا او د هغې د متحدینو هوایي بریدونه کم شول او د ملکي تلفاتو کچه ورسره څه نا څه راټیټه شوه.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د طالبانو له بریدونو ډېر ځاني ملکي زیانونه د افغان ځواکونو لخوا د امریکا په مشرۍ په هوایي بریدونو کې رامنځته شوي دي.

په دې راپور کې دا هم راغلي، چې د امریکا بمبارد له هغه وخته کم شوې، چې له طالبانو سره د سولې رامنځته کولو هوکړه لاسلیک شوې؛ خو د افغان ځواکونو هوایي بریدونه ډېر شوي دي.

راپور څرګنده کړې، چې د افغان ځواکونو هوایي بریدونه هر ځل د ملکي زیانونو د ډېرېدو لامل شوي دي.

په راپور کې راغلي؛ د روان کال( ۲۰۲۰) په لومړیو شپږ میاشتو کې د افغانستان هوایي ځواکونو په  بمبارد کې ۸۶ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۳ ډېر نور یې ټپیان کړي دي. په وروستیو درې میاشتو کې د وژل شویو کسانو شمېره دوه چنده شوی. د جولای او سپتمبر ترمنځ د افغانستان هوایي ځواک ۷۰ ملکي وګړي وژلي او ۹۰ نور ټپیان کړي دي.

د امریکا براون پوهنتون دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د جګړې د پای او د ملکي تلفاتو د پای ته رسېدو معنی نلري.

راپور ښیي، چې له ۲۰۱۱ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون پرمهال له ټولو ډېر بمبارد  د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ شوی دی.

د دغه راپور له مخې؛  له تېرو ۱۹ کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ۴۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې وسلوالو طالبانود ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه ملکي وګړي وژلي؛ خو امریکا، متحدینو او افغان حکومت هم په هوایي بریدونو کې ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان ویلي؛ د ملکي وګړیو د وژل کېدو لامل طالبان دي، چې ملکي کورونه یې سپر ګرزولي دي.

په افغانستان کې جهادي کارپوه ظاهر عظیمي ویلي؛ په افغانستان کې جګړه د استوګنې په اړوند سیمو کې تر سره کیږي او له همدې کبله ملکي زیانونه رامنځته کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې امریکایي چارواکو نن (سې شنبه د لیندۍ ۱۸) د امریکا د براون پوهنتون د ملکي تلفاتو د زیاتوالي د راپورونو په ځواب کې ویلي، چې راپور یو اړخیز دی او د طالبانو بریدونه له پامه غورځول شوي دي.

Trending

Exit mobile version