تازه خبرونه

په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت نه‌دی کم شوی – ایران

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۲)

د ایران له نشه‌یي توکو سره د مبارزې ادارې عمومي مشر ادعا کړې، چې په افغانستان کې د مخدره توکو په تولید کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي پېنځه‌ویشتمه ) د ایران له نشه‌یي توکو سره د مبارزې ادارې عمومي مشر سکندر مومني د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ شورا په غونډه کې ویلي: نه یوازې دا، چې په افغانستان کې د دودیزو نشه‌یي توکو د تولید د کمښت شاهدان نه‌یوو، بلکې په دې هېواد کې د صنعتي مخدره توکو تولید هم زیات شوی او مخ پر وده دی.

نوموړي زیاته کړې: په‌همدې بنسټ مونږ داسې شواهد نه‌لرو، چې وښيي په دې ختيځ ګاونډ کې د نشه‌يي توکو د توليد کچه راکمه شوې ده؛ ځکه، نو د دې مرکز په ټولو پروګرامونو کې بايد د روږدېدا او اعتياد مخنيوي ته لومړيتوب ورکړ شي.

سکندر مومني څرګنده کړې، چې د ايران په يوه معتبر پوهنتون کې د ترسره شوې څېړنې له مخې؛ په دې هېواد کې د نشه‌يي توکو د کارونې او روږدېدا وده په ټپه درېدلې ده.

د ایران له نشه‌یي توکو سره د مبارزې ادارې عمومي مشر ویلي: له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د دوام ترڅنګ باید مخنیوی یې هم په لومړیتوب کې ولرو، چې د نشه‌یي توکو د شتون په صورت کې هم خلک ترې ډډه وکړي.

له دې څرګندونو مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په ډاګه کړې وه، چې په ۲۰۲۳ ز. کال کې د افغانستان د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه راکم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راټيټ شوی او په دې اړه یې د بدیل کښت غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version