تازه خبرونه
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي ـ اوچا
د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (اوچا) څرګنده کړی، چې له تېرو دوه ورځو راپدیخوا په افغانستان کې سختو بارانونو او سیلابونو له ۵۴۰ ډېر کورونه او ۱۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.
د دې ادارې د شنبې د ورځې په راپور کې راغلي، چې سیلابونو د دې هېواد په اووه ولایتونو کې شپږ پلونه او ۴۵۰ کیلومټره سړکونه هم ویجاړ کړي دي.
په فاریاب، ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي دي.
اوچا زیاته کړې؛ دا درېیم ځل دی، چې له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې د افغانستان شمالي سیمې د سیلابونو د راوتلو شاهدې دي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په ننګرهار، دایکندي او پروان ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له کبله له ۳۵۰ ډېر څاروي له منځه تلي دي.
