تازه خبرونه

په افغانستان کې د ټاپي پروژې نل‌لیکې کار ۶ کیلومټره بشپړ شوی

د ټاپي پروژې مشر عبدالله‌یوف له هرات والي سره د پروژې د پرمختګ په اړه لنډ راپور شریک کړی او وایي، چې تر دې دمه د افغانستان په خاوره کې د ګاز نل‌لیکې کار ۶ کیلومټره بشپړ شوی دی.

Published

on

د هرات ولایت د رسنیو دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ټاپي پروژې مشر له هرات والي اسلام‌جار سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د نل‌لیکې د غځولو له چټک پرمختګه خبر ورکړی دی.

د ټاپي پروژې مشر عبدالله‌یوف له هرات والي سره د پروژې د پرمختګ په اړه لنډ راپور شریک کړی او وایي، چې تر دې دمه د افغانستان په خاوره کې د ګاز نل‌لیکې کار ۶ کیلومټره بشپړ شوی دی.

د هرات والي د ټاپي پروژې د پرمختګ د چټکولو لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اسلامي امارت چارواکو څه وخت مخکې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د نل‌لیکې له درې کیلومټره غځولو خبر ورکړی و.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دې پروژې کار پراخه شوی دی.

ټاپي د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د لېږدولو پروژه ده.

د یادونې ده، چې ټاپي پروژه یوه اړینه اقتصادي او سیمه‌ییزه پروژه ده، چې څه موده مخکې د افغانستان په خاوره کې د اسلامي امارت او ترکمنستان د چارواکو لخوا په رسمي ډول پیل شوه او اقتصادي کارپوهان دا پروژه د افغانستان د اقتصادي هوساینې لپاره حیاتي ګڼي.

Trending

Exit mobile version