سوداگري

په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار وځنډول شوـ راپور

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۰)

د روسیې ټاس خبري سرچینې د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې د ترکمنستان لخوا افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو ټاپي پروژې کار ځنډول شوی دی.

د پاکستان د اقتصادي چارو فډرالي وزیر عمر ایوب خان ويلي، د ټاپي پروژې عملي کار د افغانستان د وضعیت له کبله ځنډول شوی دی.

ايوب خان ټاس خبري آژانس ته ويلي، چې په افغانستان کې د وضعيت له ښه کېدو وروسته به پر دې پروژې کار بيا پيل شي.

هغه ويلي: د هغو معلوماتو پر بنسټ، چې مونږ لرو؛ په افغانستان کې هیڅوک پر پروژو او کار نکوي؛ خلک ایستل شوي او د نړیوال بانک استازي هم په افغانستان کې نشته.

ایوب خان زیاته کړې، چې د برېښنا د لېږد پروژې (کاسا ۱۰۰۰) چارې هم د افغانستان د وضعیت له کبله ځنډول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکمنستان یو پلاوی هم څه وخت مخکې پدې اړه کابل ته راغلی و او د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره یې د ټاپي پروژې او نورو اړوند مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version