تازه خبرونه

په افغانستان کې د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو پر مسالې ملنډې وهل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیز نظام اصلاح د ملي وحدت حکومت دوه یمه مهمه ژمنه وه، چې تر اوسه یې په اړه د ډاډ وړ هڅې تر سره شوې نه دي.
د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) رییس محمد نعیم ایوب زاده وایي، چې اجرائیه ریاست، چې د هوکړې له مخې د دغه کمیسیون مشري په غاړه لري، دا مهال په دې اړه څه نه وایی.
دغه بنسټ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون کار او اغېز ته د شک په سترگه گوري او وایی، چې له درې اساسي ټاکنیزو بدلونونو پرته به نړیواله ټولنه له ټاکنیز بهیر ملاتړ ونه کړي او خلک به پرې باور ونه لري.
د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ مسول شاه محمود مل وایي، د ملي یووالي د حکومت مشران د وخت په ضایع کیدو غواړي، چې پر دې مسالې ملنډې ووهي.
ولسمشر امریکا ته له سفر یوه ورځ مخکې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د جوړیدو فرمان لاسلیک کړ؛ خو تر اوسه پورې د حکومت د مشرانو تر منځ د دغه کمیسیون د غړیو په اړه جنجال پای ته نه دی رسیدلی او معلومه نه ده، چې کله به په ټاکنیز نظام کې اصلاحات عملي پیل شي.
خبریال: وحید نویسا.

Trending

Exit mobile version