تازه خبرونه
په افغانستان کې د پاتې کیدونکیو امریکایي سرتېرو په پلان کې باید سمون راشي- کارتر
د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر وایي، چې له دوه زره شپاړسم کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکیو امریکایي سرتېرو په پلان کې باید سمون راشي.
د مخکیني پلان له مخې، ټاکل شوې له دوه زره شپاړسم کال وروسته د امریکایی سرتېرو شمېر، چې دا مهال نږدې لس زره تنو ته رسیږي، زر ته را کښته او د سفارت ساتنې دنده به ولري.
اشتون کارتر پرون په واشنگټن کې یوې پوځي غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې امریکا غواړي افغانستان پریږدي، دا به زیان اړونکي وي.
کارتر په ډاگه کړه، چې امریکا نه شي کولی افغانستان پریږدي؛ ځکه د تېرو کلونو د بریاوو ساتنه باید وشي.
د امریکا دفاع وزیر وویل؛ د ناتو تړون ځینو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو هم ورته ویلي، چې له دوه زره شپاړسم کال وروسته باید د سرتېرو د پاتې کیدو پلان کې سمون راشي.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر اوباما تر دې دمه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.