تازه خبرونه
په افغانستان کې د پرمختګ لپاره عصري زدهکړو ته اړتیا ده – د پوهنې وزیر
د پوهنې وزارت چارسمبالي حبيب الله اغا د نوي ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې ويلي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره په هېواد کې د ديني زدهکړو ترڅنګ عصري زدهکړو ته هم ډېره اړتيا ده.
حبیب الله اغا وایي: د هېواد د پر ځانبسیا کېدو او بهرنیو مرستو د اړتیا د پای ته رسولو لپاره یوازنۍ لار د دیني زدهکړو ترڅنګ د عصري زدهکړو زمینه برابرول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د عصري زدهکړو مخالف ندی؛ ځکه، چې اسلام یې مخالف ندی.
هغه څرګندوي؛ دا وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د دیني او عصري زدهکړو کیفیت لوړ کړي.
دی ټینګار کوي، چې د هېواد د پرمختګ لپاره عصري زدهکړې يوه اړتيا ده.
د ریاست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي هم ويلي؛ هغه ملت، چې له زدهکړې بې برخې وي تل نورو ته اړ وي او هغه ملت، چې پر نورو تکيه کوي، هیڅکله به خپلواک نهوي.
عبدالسلام حنفي ويلي، چې د زدهکوونکیو لپاره د ديني زدهکړو ترڅنګ د عصري زدهکړو او ټکنالوژۍ د روزنې په برخه کې بايد زيات کار وشي.