سوداگري

په افغانستان کې د چرګانو سکتور د سقوط له ګواښ سره مخ دی

Published

on

په افغانستان کې د چرګانو د دانې یو شمېر تولیدونکيو ويلي؛ په افغانستان کې د چرګانو سکتور د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

د افغانستان د چرکانو د غوښو او دانو د تولید ټولني غړيو ویلي؛  په دې سکتور کې  نږدې یو نیم میلیارډ ډالر پانګونه شوې؛ خو نږدې شپږ میاشتې کیږي، چې افغانستان ته د ګاونډ هېوادونو د چرګانو د واردېدو له کبله د دې سکتور پر وړاندې ګڼې ستونزې رامنځته شوي او افغان فارمونه یې د سقوط  له ګواښ سره مخ کړي دي.

دوی  د افغانستان د صنعت اوسوداګرۍ  له وزارته غوښتنه کوي، چې  د کورنیو تولیدي  فابریکو او فارمونو د ملاتړ لپاره حمایوي  تعرفې و ټاکي، د کورنیو تولیداتو د پرا ختیا زمینه برابره شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پآنګونې خونې غړی ګل مراد عرب ویلي؛ مونږ د چرګانو سکتور په بېلا بېلو برخو کې یو نیم ميلیارد ډالر پانګونه کړي، چې اوس له ګڼوستونزو سره مخ دي.    

د چرګانو د داني د تولیدي کارخونې مشر حاجي عزیز وایي؛ مونږ پدې سکتور کې خورا زیاته پانګونه کړې؛ خو اوس مو مارکیټ پوره له لاسه تللی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره ژمن دي او د ملا تړ لپاره به يي بېړنۍ هڅې تر سره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي څرګنده کړې: مونږ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره یوه نوې کمېټه جوړه کړې، چې هغه به د هېواد د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره کار کوي.

په دې اړه د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې د افغانستان له روان اقتصادي بحران څخه د وتلو لپاره باید کورنيو تولیداتو ته د ودې او پراختیا زمینه برابره شي.       

Trending

Exit mobile version