تازه خبرونه

په افغانستان کې د چین د بشري مرستو د وېش بهیر پیل شو

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۵, ۱۴۰۰

کابل ته د چین د بشري مرستو له رارسېدو وروسته دا دی اوس ولایتونو ته لېږل کېږي، چې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.

د اسلامي امارت مسوولینو د جمعې پر ورځ د مرغومي پر ۳ د یادو مرستو د وېش مراسم ترسره کړل.

د چین سره صلیب د افغانستان صلیب ته لس میلیون ین (۱.۵۷ میلیون ډالر) بشري، روغتیايي، ټولنیزې او ښوونیزې مرستې برابرې کړې دي.

د افغانستان کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د چین مرستې به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پر اړمنو کسانو ووېشل شي.

حقاني زیاته کړې: مونږ نن دلته؛ ځکه راغلي یوو، چې چین له مونږ سره مرسته کړې. مونږ به یې د هېواد پر اړمنو کسانو ووېشو.

نوموړي د چین له مرستو ستاینه کړې او دا یې د افغانستان لپاره په دې وخت کې اړینې ونومولې.

هغه وایي: مونږ د چين د بشري مرستو له کبله مننه کوو. مونږ هيله لرو، چې د چين مرستې روانې وساتل شي.

د یادونې ده، چې چین له دې مخکې هم له افغانستان سره د کرونا واکسین په ګډون نورې بشري مرستې هم کړې دي.

Trending

Exit mobile version