تازه خبرونه
په افغانستان کې د ډیپلوماسۍ او اسلامي همکاریو ټولنې د هڅو په اړه علمي ناسته تر سره شوه
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو یو شمېر مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي همکاریو ټولنې د دفتر عمومي رییس او سفیر ډاکټر محمد بن سعید العیاش د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې د ډیپلوماسۍ او د دې ټولنې د هڅو په اړه علمي وینا او څرګندونې کړې دي.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو یو شمېر مسوولانو هم ګډون کړی و.
محمد بن سعید العیاش په خپله وینا کې د عامه او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ پر ارزښت، مهمو وسایلو او کاري میکانېزمونو خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د اسلامي همکاریو ټولنې د تاریخ، بېلابېلو اداري او تشکیلاتي جوړښت معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همدارنګه د اسلامي همکاریو ټولنې په سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې د افغانستان په اړه د شویو پرېکړو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، چې په کابل کې د دې ټولنې دفتر د یادو پرېکړو د پلي کېدا بهیر څاري.
د نوموړي د وینا یوه مهمه برخه په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې هڅو او رول ته ځانګړې شوې وه.
د غونډې په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او لیدلوري شریک کړل او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث او اندونه وړاندې شول.