تازه خبرونه
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی مخ په ډېرېدو دی
په هېواد کې د روان کال په شپږ لومړیو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي دوه زره ۵۸۲ پېښې ثبت شوي دي.
په کابل کې د ښځو چارو وزارت له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي د ۱۶ ورځني کمپاین په لومړۍ ورځ ویلي، د تېر کال په پرتله تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ وایي، په تېرو څلورمیاشتو کې د جدي تاوتریخوالي څلوردېرش پېښې په دې وزارت کې ثبت شوي، چې اتلس یې د وژلو، اووه د ځان وژلو، اته د شدیدو ټپي کېدو او یوه د صحرایي محکمې ده.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د تاوتریخوالي ټولې پېښې دوه زره پېنځه سوه دوه اتیاو ته رسیږي.
هغه د ښځو د وژنې او پرې د جنسي تېري علت جګړه او ناامني یادوي.
حسینه ساپې د دغې سروې په اړه وایي: د ښځو چارو وزارت دغه درې میاشتنۍ سروې په ۳۴ ولایتونو او ۲۵۰ ولسوالیو کې تر سره شوې، چې له لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسانو سره له مرکو په ډاګه شوې، چې ښځې د دغه تاوتریخوالي پر وړاندې د قانون د پلي کیدو غوښتونکې دي.
د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وایي: سږکال د تاوتریخوالي ډېرې بدې پېښې لرو؛۱۱۹ یې جنسي تېري دي، چې دتېر په پرتله ۵۹ سلنه ډېروالی ښیي، چې لامل یې ناامني او جګړه ده.
د افغانستان عدلي او قضایي بنستونه په دې اړه دوسیو ته له لاسرسي ډاډ څرګندوي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون له ښځو سره د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښیي او وایي، باید د تاوتریخوالي دوسیې وڅېړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیا د ښځو چارو ریاست هم د ښځو پر حقه حقوقو ټینګار کړی او وایي، چې په سویل ختیځ زون کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېردی.