سوداگري
په افغانستان کې د کبانو د روزنې لپاره ۳۵۰ نور فارمونه جوړ شول
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ ریاست نن ( دوشنبه د لیندۍ ۱۰) څرګنده کړې، چې سږکال یې په ۳۴ ولایتونو کې د خصوصي سکتور له لارې د کبانو۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارمونه جوړ کړي دي.
د کرنې وزارت د کب روزنې د برخې امر خلیل الله فروغ ویلي، چې سږکال په ټولیزه توګه د هېواد په بېلابېلوولایتونو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې لخوا د کب روزنې ۱۰۰ فارمونه او په بېلابېلو ولایتونو کې د خصوصي سکتور له لارې د کب روزنې ۲۵۰ فارمونه جوړ شوي دي.
چارواکو ویلي؛ د کرنې وزارت د کب روزنې ۱۰۰ فارمونه په کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات ولایتونو کې جوړ کړي، چې تولیدي فارم یې د ۲.۷ میلیون بچیانو د تولید وړتیا او تکثیري فارمونه یې د کبانو د دوه میلیون او ۴۰۰ زره بچیانو وړتیا لري.
خلیل الله فروغ زیاته کړې: سږکال د کبانو د تولید کچه هم د تېرکال په پرتله ۱۵۰۰ ټنه زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د کبانو د تولید کچه نږدې ۱۰ زره ټنو ته رسېده او سږکال ۱۱ زره او ۵۰۰ ټنو ته رسیږي.