تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا له څلورمې څپې خبرداری ورکړ شو
د افغان جاپان روغتون ډاکټران د کرونا ویروس د څلورمې څپې په اړه خبرداری ورکوي او وایي، چې له کرونا مړینه هم ثبت شوې ده.
د افغان جاپان روغتون چارواکي د کرونا ویروس د څلور څپې په اړه خبرداری ورکوي او وایي، چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د درملو او طبي وسایلو له جدي کمښت سره مخ دي.
د افغان جاپان روغتون مشر طارق احمد اکبری وایي: یوازنۍ ستونزه، چې مونږ لرو ټیټ معاشونه او د تجهیزاتو نشتوالی دي او که ویروس د ګاونډ هېوادونو له لارې خپور شي؛ نو له لوی ناږرین سره به مخ شو.
په کابل کې د کویډ ـ ۱۹ روغتونونه غیرفعاله دي؛ یوازنی مرکز، چې فعالیت کوي د افغان- جاپان روغتون دی او په دغه روغتون کې یو شمېر ناروغان وايي، چې د درملو د نشتوالي او ستونزو له کبله له روغتونه بهر طبي معاینات کوي.
ناروغانو دا هم ویلي، چې خلک له کرونا سره عادت شوي او روغتیايي لارښوونو ته جدي پام نکوي او دا کار یې کرونا ویروس خپرېدو ته زمینه برابروي.
تاج الدین نومی ناروغ وایي: مونږ له روغتونه بهر ځینې آزموینې ترسره کړي، چې ناروغ یې د پیسو پرې کولو وس نلري او ګران دي.
د روغتیا وزارت مرستیال ډاکتر عبدالباری عمر وايي، که د کرونا څلورمه څپه د درېیمې څپې په څېر وي؛ نو په هېواد کې به مو روغتیایي سکتور د ویروس د کنټرول توان ونلري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: خلک روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه نکوي؛ د ښار په ګڼه ګوڼه او عامه ځایونو کې یوازې یو څو ماسک لرونکي لیدل کیږي او نور ټول ټولنیز واټن ته لږ پام کوي.
په آفریقا کې څو اوونۍ مخکې د کرونا ویرس بڼه اوښتې؛ د امریکا او اروپا په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو ته رسېدلې او یو شمېر هېوادونه یې دې ته هڅولي، چې یو ځل بیا د خپلو وګړیو د خوندیتوب لپاره د سفر محدودیتونه ډېر کړي.
