تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا له ۵۸۲ نویو مثبتو پېښو سره، ټول شمېر ۱۹۵۵۱ ته رسیدلی
د عامې روغتیا وزارت ویلي، که د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري پیل نشي؛ پدې وبا به د اخته کسانو شمېر نور هم ډېر شي.
کرونا ویروس هره ورځ مخ پر ډېریدو او خوریدو دی او تازه په ټول افغانستان کې پدې ویروس پېنځه سوه دوه اتیا نور کسان اخته شوي؛ خو په هېواد کې له نویو ۵۸۲ مثبتو پېښو سره د دې ویروس ټول شمېر ۱۹۵۵۱ ته پورته شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو ۱۸ ناروغان مړه شوي؛ خو ۶۸ نور ترې رغیدلي هم دي.
نوموړی له خلکو څخه روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه غوښتې او وایي، چې خپل ژوند، کورنۍ او ټولنه باید له مرګ سره مخ نکړو.
د عامې روغتیا وزارت دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې له کرونا ویروس او وبا سره د مبارزې لپاره دمګړۍ پوره وړتیا نلري او پر شته امکاناتو د کرونا ناروغان تر روغتیایي څارنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنیزو چارو، کورنیو چارو، عامې روغتیا وزارتونو مسوولینو او کابل والي په یوې ناسته کې پر ګرځېدو د درې میاشتني بندیز طرحه وړاندې کړې ده.
دوی وایي؛ د کرونا ویروس چټکې پراختیا ته په کتو خلک باید پوره همکاري وکړي، چې د هر ډول انساني ناورین مخه ونیول شي.
کابل والي ویلي، ښایي یوازې په کابل کې له یو میلیون ډېر کسان پر کرونا اخته وي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي جواد عثماني ویلي، په ورځ کې تر ۲۰۰۰ پورې د کرونا د کتلو وړتیا شته؛ خو په خبره یې د مراجعه کوونکیو شمېر لس برابره دی.
نوموړی ټینګار کوي، چې له دې وروسته د ماسک اچول الزامي دي او له سرغړونکیو سره به جدي چلند وشي.
د یادونې ده، چې د تازه پروګرام له مخې؛ افغان حکومت په الزامي ډول ماسک اچول، په غونډو او ټولېدنو ، له کورونو څخه د پاخه عمر لرونکیو پر نه وتو بندیز لګیدلی او په دولتي ادارو کې به هم روغتیایي سپارښتنې اجباري وي.