تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ناروغان ۲۴۱۰۲ ورسیدل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۴, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې د کرونا ویروس له ۵۵۶ تازه ثبت شویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر ۲۴۱۰۲ ته پورته شوی دی.

په افغانستان کې پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر ورځ تر بلې مخ پر ډېریدو دي؛ خو په ښارونو کې پر ګرځیدو بندیزونه هم ورځ په ورځ لیرې کیږي او خلک ورته پام نکوي او ځینې ان په دې برخه کې حکومت ګرم بولي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو څلیریشت ګړیو کې له دې ناروغۍ ټول ۲۷۳ ناروغان له رغیدو وروسته له روغتون رخصت او پېنځه نورترې مړه شوي دي.

 د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کابل ۲۵۳، د بلخ ۷۴، د ننګرهار۴۳،  د تخار ۲۸، د کندهار۲۳، د بامیان ۲۳، د بغلان ۲۲، د میدان وردګ ۲۰، د کونړ ۱۷، د لوګر ۱۲، د زابل ۹، د غزني ۸، د نیمروز ۸، د دایکندي ۶، د هلمند ۵، د لغمان ۳ او د روزګان ۲ کسان پر کرونا ویروس اخته او ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د رسنیو سرپرست سعیدالدین جامي په ډاګه کړې، چې په هېواد کې مړیو شویو ناروغانو شمېر ۴۵۱ ته پورته شو ؛ خو د خوښۍ ځای دی، چې له روغتونونو څخه ۲۷۳ ناروغان له کرونا څخه له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوي،  چې له دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۴ زره او ۲۰۱ کسانو ته رسیږي.

Trending

Exit mobile version