تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ویروس تازه ۱۳۵ مثبتې پېښې لرو
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې په وروستیو څلیریشت ګړیو کې ۱۳۵ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي، چې ۵۱ یې په کابل کې مثبت پېژندل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته وېره اوس مخ پر کمیدو ده او د په تېرو ۲۴ ګړیو کې یو سل و پېنځه دېرش کسان پرې اخته شوي، ۱۵ یې په کابل، ۳۷ په هرات، ۱۶ په غور، ۹ په لوګر، ۹ په بلخ، ۴ په کندوز، ۳ په بغلان، ۳ په لغمان، ۲ په تخار او ۱ کس په کونړ کې اخته شوي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په همدومره وخت ۲۴ ناروغان مړه شوي، چې د ټولو مړو شویو ناروغانو شمېر۱۰۶۲ ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس دوه سوه نهه اویا کسان بېرته روغ شوي، چې له دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر یوویشت زره څلور سوه څلور پنځوسو ته رسیدلې دی.
