تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو دوه یمه څپه پیل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۸, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت نوماند احمد جواد عثماني د چارشنبې پر ورځ ( د لړم ۲۸) یوې خبري ناستې ته د کرونا ویروس د خپریدو له دوه یمې څپې خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ثبت شوې پېښې ښیي، چې د دغه یروس د مثبتو پېښو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

داکتر عثماني په هېواد کې د کرونا ویروس له دوه یمې څپې د مخنیوي لپاره له یو لړ هڅو ډاډ ورکړی او څرګندوي؛ هغه پلان، چې د اړوند بنسټونو په همکارۍ د کرونا ویرس د دوه یمې څپې د مخنیوي لپاره رامنځته شوی اوس په ۳۴ ولایتونو کې پلي کیږي.

هغه دا هم ویلي، چې بېړنۍ  کمیته بېرته فعاله شوې او د کرونا ویرس د دوه یمې څپې د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

ښاغلي عثماني ویلي، چې د افغانستان د کابینې د پرېکړې له مخې د دغه ویروس د دوه یمې څپې د خپریدو د مخنیوي په خاطر به د ودونو د ترسره کولو هوتلونه، چې د خپریدو یو له مهمو فاکتورونو څخه دی؛ د لیندۍ میاشتې تر پایه به وتړل شي.

ښاغلي عثماني له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د ویروس د مخنیوي لپاره د روغتیا وزارت سپارښتنې پلې کړي. په ځانګړي توګه ماسکونه وکاروي، لاسونه پرلپسې ومینځي او په ګڼه ګوڼه کې له ګډون څخه دې ډډه وکړي.

هغه په ​​ګاونډ هېوادونو کې د کرونا ویروس خپریدل هم د اندېښنې وړ وبلل او د دغو هېواد له اتباعو یې وغوښتل، چې ایران او پاکستان ته د نااړینو سفرونو مخه ونیسي.

عثماني زیاته کړې، چې د کرونا ویروس پروړاندې د بدن پر غښتلتیا ټینګار اړین دی او د ویتامین دي او  سي اخیستل داټینګار پیاوړی کوي.

دغه راز روغتیا وزارت نن په هېواد کې د کرونا ویروس له ۲۴۳ تازه پېښو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته ۷ ناروغان مړه شوي او ۱۳۵ نور رغېدلي دي.

د دغو نویو پېښو له ثبتېدو سره په هېواد کې د دې ویروس ټوله شمېره ۴۳۹۲۴ ته لوړه شوې ده.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې له کرونا ویروسه ۱۶۴۵ مړه شوي او ۳۵۲۹۵ نور رغېدلي دي.

Trending

Exit mobile version