کوید۱۹

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مړینې ورځنی شمېر ۸۵ لوړ شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۰)

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس اخته ۸۵ ناروغان مړه شوي دي.

دغه راز یادې سرچینې ویلي، چې په تېرو ۲۷ ګړیو کې ۴۵۸۷  پېښې کتل شوي، چې ۱۵۹۷ کسان ترې پر کرونا ویروس اخته شوي او ۴۷۱ نور رغېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ټول هېواد کې د کرونا ویروس له خپریدو راپدیخوا دا د مړینې ترټولو ډېر شمېر ښودل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې، چې له دغو پېښو سره د ټولو مثبتو هغو شمېر ۹۱۴۵۸ ته او د ځاني زیانو هغه ۳۶۱۲ رسیدلي دي.

ډاکټرانو ویلي، چې د کرونا ویروس له درېیمې څپې ماشومان، بوډاګان او ځوانان هم ناروغه کیږي؛ خو لویان او مشران ترې مړه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون کابل ته د چینایي واکسینو ۷۰۰ زره خوراکه راورسیدل.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح ویلي؛ د کرونا  ویروس واکسین ۱۳ ولایتونو ته رسیدلی او نورو ولایتونو ته به هم واستول شي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې داځل به د کرونا واکسین پر کډوالو، کوچیانو، د بانک کارکوونکیو، د پاسپورت ادارې کارکوونکیو، له ۵۵ کلونو ډېر عمره کسانو، سرطاني، د زړه، تنفسي او د وینې پر ناروغیو اخته کسانو پلی شي.

وحید مجروح ویلي، چې د کرونا ویروس درېیمه څپه په هېواد کې چټکه خپریږي او په تېرو دوه اوونیو کې د کرونا ویروس ترټولو دېرې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ښوونځیو، پوهنتونونو، روزنیزو مرکزونو، د ودونو تالارونو، سپورتي ډګرونو، د لامبو حوضونو او نورو ګڼو ځایونه تړل کېدل د کرونا ویروس د پېښو په کمولو کې بې اغېزې ندی؛ خو دا به یوه یا دوه اوونۍ وخت ونیسي.

د روغتیا وزارت زیاته کړې، چې د واکسینو د پلي کېدو بهیر په ۱۳ ولایتونو کې پیل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ويلي، چې اروپایي اتحادیې افغانستان ته د کرونا ویروس اروپایي واکسین چمتو کوي.

په داسې حال کې، چې خلک دمګړۍ د اکسیجن کمښت د کرونا ناروغانو ته یوه اړتیا بولي؛ خو ډېر لږ روغتیایي سپارښتنو ته پام کوي.

د یادونې ده، چې د کابل په افغان جرمن او قصبې روغتونونو کې د اکسیجن د تولید لپاره دوه جنراتورونه فعال شوي دي.

Trending

Exit mobile version