تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ویروس د واکسینو کمپاین پیل شو
په افغانستان کې د کرونا واکسین بهیر پیل شو، چې په لومړي سر کې به روغتیاپالان، امنیتي ځواکونه او بیا خبریالان واکسین شي.
کرونا واکسین په افغانستان کې د دي ويروس د لومړنۍ مثبتې پېښې د لومړۍ کلیزې په مناسبت پیل شو. دا پروګرام په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني او نورو جګپوړیو حکومتي چارواکو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شو. په دي كمباين كي به د هند پېنځه سوه زره ډوزه واکسین پر دوه نیم سوه زره کسانو تطبیق شي.
ولسمشر اشرف غني د دې بهیر په پرانیسته کې ویلي؛ افغان دولت هڅه کوي، چي څه نا څه څلویښت سلنه وګړي په دوه یم پړاو کې واکسین شي.
اشرف غني ویلي: کرونا ویروس یو نړیوال ناورین و، چې نړۍ یې له ستونزو سره مخ کړه؛ خو په افغانستان کې د دې ناروغۍ لومړۍ او دوه یمه څپه ښه مدیریت شوه.
ولسمشر غني د کرونا ویروس د واکسین د پیل په مراسمو کې ویلي، چې د کرونا خطر له منځه ندی تللی او د ویروسونو بېلابېلې بڼې د رامنځته کېدو په حال کې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې کرونا واکسین په لومړي سر کې روغتیایي کارکوونکیو، امنیتي ځواکونو او د رسنیو کارکوونکو ته ورکول کیږي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هند لخوا پېنځه سوه زره ډوزه واکسین دوه سوه پنځوس زره روغتیاپالانو، امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته تطبیق کیږي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وایي: د واکسین عدلانه تطبیق د عامې روغتیا وزارت مسوولیت دی؛ له خلکو مدني بنسټونو او رسنیو څخه غواړو، چې د دغه مسوولیت په تر سره کولو کې همکاري وکړي.
په کابل کې د هند سفیر ویلي، چې له دې وژونکي وېروس سره مبارزه له نړیوال پیوستون پرته ناشونې ده.
په افغانستان کې د هند سفیر رودرنډرا ټانډون ویلي؛ کرونا ویروس نړۍ اغېزمنه کړه او پر اقتصاد یې هم د ناوړه پایلو ترڅنګ ځاني زیانونه واړول. له نړیوال پیوستون پرته له کرونا سره مبارزه سخته ده.
د هند کوویلیډ واکسین څو ورځې مخکې د روغتیا د نړیوالي تولني لخوا تائید شو.
د وروستیو رسمي څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې پېنځه پنځوس زره او ۶۴۶ كسان پر كرونا اخته شوي، چي دوه زره څلور سوه پېنځه دېرش ترې مړه او نور روغ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس تطبیق د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۷۲ هېوادونو پرته په ټوله نړۍ پیل شوي دي.
