کوید۱۹
په افغانستان کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې له خپرېدو خبرداری ورکړ شو
په هېواد کې د هوا له سړیدو سره ډاکترانو خبرداری ورکړی، چې که خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي؛ نو ښايي د کرونا ویروس څلورمه څپه پیل او ځاني زیاونه رامنځته کړي.
په افغانستان کې د روغتیايي نظام د خدماتو په برخه کې د ستونزو له ډېریدو سره همهاله ډاکترانو د کرونا وبا د څلورمې څپې د خپرېدو خبرداری ورکړی.
په کابل کې د کرونا وبا لپاره د ځانګړي شوي(افغان جاپان روغتون) ډاکتران وايي، چې له یوې خوا د درملو او اکسیجن له کمي سره مخ دي او له بلې خوا یې له درې میاشتو راپدیخوا تنخواوې ندي اخیستي. د افغان جاپان روغتون مسوولینو ويلي، چې شل په سلو کې ډاکترانو د تنخوا او کرایې د نلرلو له کبله له دندو استعفاوې کړي دي.
د دې روغتون مسوولینو ويلي، چې په دې روغتون کې د غزني او ډایکندي ولایتونو څخه د کرونا وبا پېنځه دېرش ناروغان بستر شوي او د عاجلې څانګې ټول چپرکټونه ډک شوي دي.
د افغان جاپان روغتون مشر زلمي رښتین ویلي؛ له وضعیته ښکاري، چې پر کرونا ویروس د اخته کېدو شمېر د تېرو ورځو پر پرتله ۲۰ سلنه دېر شوی دی او د ناروغانو د کتنو پایله هم مثبته ده.
افغان جاپان روغتون د افغانستان په کچه د کرونا وبا د درملنې تر ټولو ستر روغتون دی.
ډاکټره سحر وايي، چې په دې روغتون کې د درملو او اکسیجنو کمی دی. تېر کال په همدې وخت کې د کرونا درطیمه څپه خپره شوه، چې ډېر ځاني زیانونه یې رامنځته کړل.
د افغان جاپان د انتاني څانګې مسوول میړنی براتي وایي: پر اوسنیو امکاناتو نشو کولی، چې د مخ پر خپرېدو څپې پر وړاندې بریالۍ مبارزه وکړو.
د روغتیا نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې د کرونا وبا د پېښو د ډېریدو له کبله وېره ښودلې ده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د معلوماتو له مخې: له اکتوبر راپدیخوا په افغانستان کې پر کرونا وبا ۳۲ کسان اخته شوي دي.
د دې ټولنې تازه راپور ښیي؛ په افغانستان کې تر دې دمه پر کرونا وبا ۱۵۵ زره ۸ سوه ۹۱ کسان اخته شوي، چې له دې شمېر څخه ۷۷ زره ۲ سوه ۴۹ کسان مړه شوي دي.
د افغان جاپان روغتون ډاکتر قیام الدین وايي: له یوې خوا په روغتون کې د اړتیا وړ طبي تجهیزات او دوا نشته او له بلې خوا مونږ هغه تدابیر، چې باید د څلورمې څپې مخه پرې ونیول شي هم نلرو.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي؛ په افغانستان کې یو اعشاریه شپږ میلیون خوراکه د کرونا وبا واکسین لرو او که ژر ونلګول شي، له کاره به ولویږي.